د لاسرسي ځای

تازه خبر

غفور ليوال او انسان محوره سياست


ليوال
ليوال

په داسې حال کې چې افغانستان کې له تېرو څلور لسيزو راهيسې روانې جګړې لا هم په زور کې دي، څيړونکی او سياستوال غفور ليوال وايي سياستوال بايد د مادي ګټو پر ځای انسان او انسانيت ته په پام سياست وکړي. د دې خبرې د تشريح لپاره ورسره بشير ګواښ مرکه کړي.

عبدالغفور ليوال د افغانستان له هغو څيړونکو څخه دی چې فکر کوي د هيواد سياست له ډيرې مودې راهيسې د اشخاصو، نظرياتو او ګټو خوا او شا راڅرخي. نوموړي خپلې مقالې د انسان محوره سياست په نامه تازه چاپ شوي کتاب کې راټولې کړي. هغه ټينګار کوي چې افغانستان کې بايد سياست د انسان او انسانيت ګيرچاپېره وڅرخي.

اوس د سرونو د قرباني کولو نه بلکې د وطن لپاره د سرونو د ساتلو وخت دی

نوموړي په دې کتاب کې دليلونه وړاندې کوي او وايي چې نور نو بايد د ژوند ورکولو پر ځای وطن لپاره د ژوند ساتلو فکر وشي. ليوال زياتوي چې د وطن لپاره قرباني ښه خبره ده خو تر هغې زياته مهمه دا ده چې وطن هغې مرحلې ته ونه رسيږي چې خلک دې د سرونو قربانۍ ورکوي بلکې سرونه دې د وطن د فکر لپاره وژغورل شي.

د افغانستان د قبايلو او سرحدونو چارو مرستيال وزير، څيړونکی او سياستوال غفور ليوال د مشال ريډيو همکار بشير ګواښ سره د خپل نوي کتاب (افغانستان او انسان محوره سياست) په اړه په مرکې کې زياته کړه چې افغانستان کې د روانو جګړو پر مهال له بل هر وخته د دې خبرې اړتيا ډېره شوې چې سياستوال د قومي، ژبني او مذهبي ګټو پر ځای د انسانيت او انسانو په نظر کې نيولو سره خپل سياست وکړي.

دا مرکه دلته اوريدلی شئ.

غفور ليوال سره د هغه د نوي کتاب په اړه مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG