د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سپین بولدک او چمن لاره ښايي نن پرانیستل شي"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي کيدای شي نن ( چارشنبه) د ورځې په ترڅ کې د سپین بولدک او چمن تر منځ لاره بیرته پرانیستل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن لارې د بندېدو نن (چارشنبه) ومه ورځ ده. د چارواکو په وينا له وجې يې دواړو خواوو ته د تجارانو مالونه ولاړ او د خرابېدو په حال کې دي.

دا لار تر هغې وروسته بنده شوله چې ځينو افغانانو په خپله خوا کې د پاکستان ضد مظاهره کې د دغه هېواد جنډه وسوځوله.

د سېشنبې په ورځ په کندهار کې د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت استازی، شاه محمد خبريالانو ته ويلي وو چې پاکستاني لوري ورته د دروازې خلاصولو لپاره دا شرط ايښی چې افغانان به د پاکستان خلاف نورې کړنې نه ترسره کوي او هر سهار به په دغه ځای کې د سرحدي ځواکونو مارچ کېږي. خو هغه وايي دا د منلو وړ نه دی او د دروازې د خلاصولو په هکله خبرې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG