د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندز کې طالبان له ماتې سره مخ شوي


د افغانستان دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد په کندز کې رسنیو ته وویل چې دغه ولایت کې کافي اندازه ځواکونه موجو دي چې د دغه ولایت ټولې سیمې به له وسله والو مخالفینو نه پاکه کړي.

د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین وايي، افغان ګډو ځواکونو کندز ولایت کې وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړې او د هغوی ګڼ پلانونه یې شنډ کړي دي.

یاد چارواکي وايي، افغان ځواکونه دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې په قوي مورال سره جنګېږي.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد کندز کې رسنیو ته وویل چې دغه ولایت کې کافي اندازه ځواکونه موجو دي چې د دغه ولایت ټولې سیمې به له وسله والو مخالفینو نه تصفیه کړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د نویو پلانونو له مخې د عملیاتي او دفاعي قوتونو دندې مشخصې کړي، د کندز خلک دي نور تشویش نه کوي، ځکه موږ خپل عملیات ګام په ګام پرمخ وړو او د دې ولایت ولسوالۍ هم تصفیه کوو."

په ورته وخت کې د کندز د ملي امنیت سرپرست جنرال سید امیرشاه سادات، د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې دغه ولایت به بیا سقوط ونه کړي.

ښاغلی سادات زیاتوي:

"خلک دې مطمئین اوسي د کندز د بیا نیولو ارمان به طالبان ګور ته یوسي، ځکه افغان ګډ امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په مېړانې سره مقاومت کوي او جنګېږي."

بلخوا په کندز کې د پامير د شلمې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال ادم خان متین هم وايي، د تازه دمه ځواکونو رسېدو سره په دې ولایت کې د طالبانو ټول پلانونه، تحرکات او برېدونه ناکامه شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"ډېرښه پلانونه زموږ ترلاس لاندې دي، د هغه په تطبیق سره به دښمن ماتې وخوري اوسې یې هم ماتې خوړلې ده او دښمن په شا تمبول شوی دی او موږ ته تازه دمه قوتونه هم رارسېدلي دي."

په همدې حال کې د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ هم وايي، دې ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي.

ښاغلی جنګل باغ زیاتوي افغان ګډو ځواکونو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده:

محمد قسیم جنګل باغ
محمد قسیم جنګل باغ

"دښمن په کندز کې ماتې خوړلې ده او په نا امنو سیمو کې زموږ ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ د کندز له هرې لوېشت خاورې څخه دفاع او ننګه کوو، څو خلکو ته د امن فضا برابره کړو."

دغه لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې د کندز ولایت خلکو ته د امنیت د ښه کېدو په برخه کې ډاډ ورکوي چې اوس مهال د دې ولایت د مرکز شاوخوا سیمو په شمول خان اباد، علي اباد، امام صاحب، دشت ارچي، چهادرې او قلعۀ‌زال ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې دوام لري او نږدې یومیاشت کېږي چې د کندز قلعۀ‌زال ولسوالي د طالبانو کنټرول کې ده.

د یادونې ده چې څه باندې یوه اوونۍ شوې چې د کندز – تخار او د کندز – شېرخان بندر لويې لارې هم د ترافیکو پرمخ تړلي دي.

بل لور ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغو امنیتي چارواکو ادعاوې ردوي.

کندز ښار تېر کال د څو ورځو لپاره وسله والو طالبانو نیولی و چې وروسته د افغان ځواکونو لخوا ونیول شو.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG