د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو اړتیا ډېره ده


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو تر ۶۰ سلنه ډېر ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي کې په بیدیاوو کې پر زده کړو بوخت دي.

د سې شنبې پر ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد ولایت په مېټاخان ولسوالۍ کې د سیدجمال الدین افغان په نوم د یو ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو د کار د پیل په ځای کې د مرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویانو څخه د نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، پکتیکا د بیارغونې هر ډول پروژو ته ډاډمن امنیت لري او ولس يې په ساتنه او څارنه کې مرسته کوي.

د پکتیکا والي مشال راډیو ته د سیدجمال الدین افغان ښوونځي د نوې ودانۍ د مشخصاتو په تړاو وویل، چې یاده وداني د اوولسو میلیونو افغانیو په لګښت د هند هېواد په مرسته د یو کال په موده کې جوړیږي.

محمدالیاس وحدت وړاندې وویل:

((دا ښوونځی چې نن يې موږ د بنسټ ډبره کېښوده د میټا خان ولسوالۍ اړوند د سیدجمال الدین افغان په نوم یادیږي، تر اوسه يې سرپناه نه درلوده په خیمو کې يې زده کړې کولې یا سره لمر ته په زده کړو بوخت ول، دا ودانۍ لس خونې لري، تشنابونه لري، د اوبو څاه لري، چاردیوالي لري، دا وداني د هندوستان د هېواد په مرسته د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړیږي.))

د پکتیکا والي په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د ښوونځیو لپاره د نورو ودانیو د جوړولو غوښتنه وکړه:

((د پکتیکا ولس زده کړو سره لیوالتیا ته په کتو د دې ضرورت لیدل کیږي، چې په مختلفو سیمو کې بې سرپناه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي، دا غوښتنه موږ د دولت نه، د اړوند وزارت نه، د ریاست جمهوري نه او د مرستندویانو يې کوو، که څه هم ژمنې شوې دي، چې دې برخې ته به توجه کیږي، پکتیکا د نورو ولایتونو په پرتله ښه امنیت لري، په ټولو سیمو کې يې د کار زمینه برابره ده، ولسونه يې تضمین ورکوي، ولسونه اماده دي چې د ټولو پروژو نه ساتنه او څارنه وکړي.))

د خیال محمد په نوم د میټا خان ولسوالۍ یو تن ښوونکي هم د اړوندو ارګانونو په ځانګړي ډول د ولایتي ادارې غوښتنه وکړه، چې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي په شان دې نورو مکتبونو ته هم د ودانیو د جوړولو په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

د پکتیکا والي په مېټاخان ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په یوه ستره غونډه کې له ځايي خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د خپل ښه راتلونکې لپاره دې خپلې نجونې ښوونځیو ته شاملې کړي او د عمر په ډېریدو دې هغوی له ښوونځیو نه باسي.

الیاس وحدت ټېنګار وکړ کچیرې پکتیکا لوستې نجونې او ښځې ولري، نو دوی به د نورو برخو سربیره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ښځو او نجونو لپاره ښه خدمتونه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG