په افغانستان د هرات امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن او خواښې په ډزو وژلي دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي، هڅې یې پيل کړي څو د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یو کس خپله طلاقه شوې مېرمن د خلکو په مخکې په چړو ووژله.