د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې د وروستیو جګړو له امله په دغه ولایت کې څه باندې درې زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د دغه ولایت د کډوالو چارو مشرسید عبدالسلام هاشمي د سېنشبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په یادو کورنیو کې یو زر د خان اباد له ولسوالۍ او څه باندې دوه زره یې د کندز ښار اړوندو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.
هاشمي وايي چې د سروې ټیمونو کارونه پیل کړي چې له دقیقو معلوماتو وروسته به ورسره لومړنۍ مرستې وشي.
کندوز د افغانستان یو له هغو شمالي ولایتونو څخه دی چې وخت ناوخت وسلهوال طالبان پر دولتي تاسیساتو او افغان سرتېرو حملې کوي او ویل کېږي چې ډیری زیانونه ملکي خلکو ته اوړي.