د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند ولايت ته ۱۰۰ امريکايي پوځي سلاکاران ورغلي دي


د هلمند والي وايي، دې ولایت ته امریکايي پوځي روزونکي د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د امنیتي تفاهم‎لیک ...

د هلمند والي وايي، دې ولایت ته امریکايي پوځي روزونکي د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د امنیتي تفاهم‎لیک پر اساس وراستول شوي دي.

د حیات‌الله حیات په وینا، د امریکا پوځي روزونکي د افغان حکومت په غوښتنه او اجازه ورغلي او د هلمند له امنیتي چارواکو سره د هماهنګۍ پر اساس به فعالیت کوي.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د "غوڅ ملاتړ" مأموریت ویاند د دوشنبې په څرګنده کړه چې هلمند ته‌یې زیات روزونکي استولي دي.

د هلمند والي زیاته کړه چې د ۱۰۰ او ۱۵۰ تر منځ امریکايي روزونکي چې تازه ورغلي، په لښکرګاه ښار کې په پوځي قطعه کې ځای پر ځای شوي دي.

د هلمند والي زیاته کړه چې د ۱۰۰ او ۱۵۰ ترمنځ امریکايي روزونکي چې تازه ورغلي
د هلمند والي زیاته کړه چې د ۱۰۰ او ۱۵۰ ترمنځ امریکايي روزونکي چې تازه ورغلي

حیات‌الله حیات زیاته کړه:

"تاسو ته څرګنده ده چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تفاهم‎لیک پر اساس، دوی په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول امنیتي چارو کې زموږ سره همکاري کولای شي. لښکرګاه ته د هغوی [امریکايي روزونکو] د راتګ هدف زموږ د امنیتي ځواکونو ښه تنظیم او تربیه ده او طبعاً دا کار د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت د اجازې له مخې شوی دی. هر حرکت چې نن‌یې بهرنیان په افغانستان کې کوي، د افغانستان له پوځ او امنیتي چارواکو سره‌یې د هماهنګۍ له مخې کوي. په وروسیتو کې د امریکایي پوځي روزونکو تقریباً سل یا یو نیم سل کسیزه قطعه په لښکرګاه کې ځای پر ځای شوه چې زموږ له امنیتي ځواکونو سره به له نېږدې، هر اړخېزه همکاري کوي."

د هلمند والي حیات‌الله حیات زیاته کړه چې ورغلي امریکايي ځواکونه په جګړه کې ګډون نه‎کوي.

د حیات په وینا، په هلمند کې مخامخ او جبهوي جنګ د افغانستان د امنیتي ځواکونو مسولیت دی خو نړیوالې قواوې د تجهیزاتو او هوايي ملاتړ په برخه کې مرسته ورسره کولای شي.

حیات‌الله حیات زیاته کړه:

"له هوايي او تخنیکي ملاتړه پرته، له دښمن سره مخامخ مقابله زموږ د امنیتي قواوو کار دی. موږ پخوا هم دا کار کړی او اوس‌یې هم کوو. امریکايي ځواکونه د تعلیم او تربیې او د هوايي ملاتړ لپاره راسره دي."

په هلمند کې له ډېرې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب ګڼل کېږي او د دې ولایت په زیاتو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د دې ولایت تر ۸۰ سلنې زیاته برخه د وسله‎والو طالبانو په لاس کې ده.

اتل: د هلمند تر ۸۰ سلنې زیاته برخه د وسله‎والو طالبانو په لاس کې ده.
اتل: د هلمند تر ۸۰ سلنې زیاته برخه د وسله‎والو طالبانو په لاس کې ده.

د کریم اتل په وینا، هغه ولسوالۍ چې حکومتي لوری یې د واکمنۍ ادعا کوي، یوازې د ولسوالیو د ودانیو په حد کې د حکومت په لاس کې دي.

خو د هلمند والي په‎ دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې د وسله‎والو طالبانو دا هدف چې هلمند به سقوط وکړي، شنډ شو.

حیات‌الله حیات تائید کړه چې په یو شمېر ولسوالیو کې لا هم جنګ روان دی خو ټینګار یې وکړ چې د هلمند جنګ د ملا تیر مات شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ په هلمند کې هر کال د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت تریاک تولید او قاچاقېږي چې نړۍ ته د هیروئینو د صادراتو تر ټولو زیاته برخه جوړوي.

ویل کېږي چې د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق په هلمند کې د جګړې د تمویل یوه اساسي سرچېنه هم ده.

XS
SM
MD
LG