د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيان امریکا ته بې وېزې نه شي تلای


په پاکستان کې د امريکا سفارت هغه رپورټونه بې بنياده بللې چې پکې ويل شوي وو اوس پاکستاني پاسپورټ لرونکي امريکا ته د تګ لپاره د وېزې ضرورت نه لري.

بېګا (دوشنبه) په کراچۍ کې د امريکا کونسليټ د يو ټويټ له لارې واضحه کړې چې دا خبره حقيقت نه لري.

د دوشنبې په ورځ په پاکستاني مطبوعاتو کې يو رپورټ راڅرګند او په ټولنيزو مطبوعاتو کې ډېر مشهور شو چې پکې ويل شوي وو واشنګټن پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل کړی چې وګړي يې له دې وروسته له وېزې بغير امريکا ته ورتللی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG