د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومتي مشرانو مخالفتونه به امنیتي وضع لا خرابه کړي


رپورټ: صفي الله ستانکزی (د ازادۍ راډیو خبریال)

کابل - د ملي وحدت د حکومت د مشرانو تر منځ د مخالفتونو له رامنځته کېدو وروسته ځېنې سیاستوالان او شنونکي وايي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي امنیت به لا پسې خراب شي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې او اپوزیسیون رییس انوارالحق احدي د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل کله چې سیاسي لانجې روانې وي د جګړو قومندانان به سرتېرو ته په ډاډه زړه امر نه شي کولای او له پرمختګ به پاتې راځي.

((کله چې حکومت په خپله متحد نه وي او ډېر شدید سیاسي مخالفتونه موجود وي په هغه صورت کې په امنیتي وضعیت باندې تمرکز هم لکه څنګه چې په کار ده نه وي. په دې اساس طبعاً سیاسي مخالفتونه په امنیتي مسایلو هم منفي اغېز کوي.))

پر پوځي عملیاتو د سیاسي لانجو د بد اغېز په اړه اندېښنې په داسې حال کې پیدا شوي چې په وروستیو کې د جګړو له امله خواجه غار، دهنه غوري، خان اباد، ناوه او ګرمسېر ولسوالۍ په موقتي ډول سقوط شوې.

خو حکومت په دې اړه څه وايي؟

د ملي وحدت د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې پر ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې په حکومت کې سیاسي بحثونه د امنیتي ځواکونو د هېرولو په معنا نه دي.

((په هېواد کې به سیاسي مسایل رامنځته کېږي خو دا به هېڅکله په دې معنا نه وي چې زموږ سرتېري د ټولو هر اړخیزه ملاتړ و نه لري.))

اخوا پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي اوسنی امنیتي وضعیت خرابه دی او که حکومت د خپلو تېروتنو د اصلاح لپاره اقدام و نه کړي حالت به بیخي له کنټروله ووځي.

((طالبان په کوم اساس چې جګړه کوي د هغوی پلان یو دی. خو موږ په بېلابېلو هدفونو پسې ګرځو. دا کار به د دې پر ځای چې جګړه کمه کړي لا به پسې د جګړې لمن وغځوي.))

وردګ دا هم وايي که د حکومت مشرتابه یو نه شي نو د مخالفانو پر وړاندې به لیدلوري متفاوته وي او دا حالت به د مخالفانو په ګټه تمام شي.

XS
SM
MD
LG