د لاسرسي ځای

په باجوړ کې د کوټې پرېوتو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي


د باجوړ په سلارزو ملا سید سیمه کې د یو کور د کوټې پرېوتو په نتیجه کې څلور کسان مړه او لږ تر لږه 5 زخمیان شوی دي. په سیمه کې د مشال رېډیو خبریال وايي، د یکشنبې پر مازیګر په باجوړ کې تېز توپان راغلی وو چې په خار او ځینی نورو سیمو کې یې ودانۍ هم ړنګې کړې دي.
د خار هېډکوارټر د مرکزي هسپتال چارواکي وایي، هلته تر اوسه څلور مړي ور وړل شوي دي. دا راز شپږ زخمیان هم ورغلي ول چې تر علاج ورسته له هسپتاله فارغ کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG