د لاسرسي ځای

رپورټ: اجمل ارین (د ازادۍ راډیو خبریال)

کندز - د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د یکشنبې او دوشنبې تر منځ شپې مهال وسله والو طالبانو د الچین پل ړنګ کړی دی.

د دالچین پل د کندز ښار شمال لورې ته موقعیت لري او دغه پل د ۳۰۰ متر اوږدوالی لري چې د کندز پر رود باندې د شېرخان په وخت کې رغولۍ شوي وو او دغه پل د کندز ښار له شیرخان بندر سره همدارنګه له څلورو ولسواليو لکه: امام صاحب، قلعۀزال، دشت ارچې او کلبات سره نښلوي.

په شمال ختیځ زون کې د پولیس د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د الچین پل تېره شپه وسله والو طالبانو په بمونو اولوزولي دي.

کامه وال په دې اړه یې داسې وویل: ((طالبانو یوځل بیا خپله کرغېړه څېره یې خلکو ته وښودله او د الچین پل یې په بمونو منفجر کړه او دکندز- شیرخان بندر لاره یې د ترافیکو پرمخ وتړله او موږ ددغه پله د بیا رغولو لپاره پوره چمتوالی لرو.))

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د لويي درستیز مرستیال سترجنرال مراد علی مراد بیا وايي، چې دوی د انجنیر ټیم یې د دالچین پله د بیا رغونۍ په هدف سیمې ته استولې دي، څو دغه پل ډېر ژر ورغوي او لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.

مراد د دالچین د پله په اړې داسې وویل:

((په خواشینې سره باید ووایم چې ددغه پل یوه برخه په بمونو وېجاړ شوي ده او موږ خپل مسوول کسان هلته استولي دي، څو دغه پل ډېر ژره ورغوي او لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.))

تر دې وړاندې د کندز والي اسدالله عمرخېل ویلې وو، چې د پاکستان استخبارات هڅي کوي څو د شیرخان بندر د لارې په اوږدو کې ستونزې جوړي کړي او د شیرخان بندر له لارې منځنې اسیا هېوادونو ته د سوداګریزو توګو د صادراتو او وارداتو مخه ونیسې.

عمرخېل په دې اړه یې رسنیو ته داسې وویل:

((پاکستان دلته په افغانستان کې یو ښه مارګټینګ درلود، نو هغه یې دلته له لاسه ورکړ دي، نو خپلې هلې ځلۍ وکړي، څو د شیرخان بندر په لویي لارې کې ستونزې جوړي کړي، څو له منځنې اسیا هېوادونو څخه د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو مخنیوي وکړي.))

یوه اوونۍ شوې چې د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه جریان لري او د دغې جګړي له کبله پر کندز ښار باندې برېښنا قطع شوي همدارنګه د کندز- تخار او د کندز – شیرخان بندر لويي لارې هم د ګاډو پرمخ تړلې دي.

وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG