د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ سازمان مشر کابل ته تللی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي همکارۍ سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل.

ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان سکرترجنرالډاکټر ایاد امین مدني سره چې د سیمې او اسلامي هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې پرون کابل ته راغلی وو، وکتل.

جمهور رئیس غني پدې کتنه کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس په هکله چې په راتلونکو میاشتو کې به په تاشکند کې جوړېږي خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د اسلامي هېوادونو د دیارلسمې سرمشریزې د پرېکړو د عملي کېدو په هکله چې د روان کال په وري میاشت کې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، هم بحث او خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG