د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي له هنده د پوځي مرستو غوښتنه کړې


رپورټ: صفي الله ستانکزی (د ازادۍ راډیو خبریال)

کابل - له افغان پوځیانو سره د بهرنۍ همکارۍ د جلبولو هڅو په دوام پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له هند څخه غوښتنه کړې چې له افغان پوځیانو سره په هوايي او ځمکنۍ برخه کې هر ډول مرستې وکړي.

کرزي په هند کې له بیلابیلو رسنیو سره په خبرو کې له هندي چارواکو غوښتي چې د افغان پوځیانو د تجهیز او تمویل او د روزنې به برخه کې فعاله ونډه واخلي او دا مرستې به یې خامخا ډېرې ګټورې ثابتې شي.

کرزي له هندو،اکسپرس انلاین، وایر، اېکس نیوز او څو نورو رسنیو سره په تېره یوه اوونۍ کې په خبرو کې پر همدې ډېر ټینګار کړی چې له افغان پوځیانو سره د هند مرسته مثبته تمامېږي او دا هېواد باید په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.

حامدکرزي له وایر خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:

((موږ به د افغان پوځیانو د لا پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر له هندي چارواکو څخه د مرستو لپاره خپلې غوښتنې جاري وساتو. په هوايي او ځمکنۍ برخه او په ټولو برخو کې چې هند کولای شي موږ ترې مرستې غواړو. هند د پولیسو او اردو د روزنې لپاره ډېر ښه مرکزونه لري. د وسلو او نورو پوځي برخو کې یا مجموعاً په هره برخه کې چې هند مرسته کولای شي مرستې به یې د قدر وړ وي.))

کرزي همداراز ویلي چې اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه په سیمې باندې تحمیل شوې بهرنۍ ترهګره ډله ده او باید یې د ختمولو لپاره د هند په شمول ټول لاس یو کړي.

هند په بېلا بېلو برخو کې د پوځیانو د روزنې او د هوايي پوځ د تجهیز او تمویل لپاره خپلې مرستې کړي او یواځې سږ کال یې څلور جنګي هیلیکوپټرې افغان پوځیانو ته وسپارلې.

افغان امنیتي چارواکي د وسله والو مخالفینو او ترهګرو ډلو ختمولو لپاره د بهرنیو مرستو موثریت ډېر زیات بولي او وايي د هند د مرستو دوام به د افغان پوځیانو د پیاوړتیا او ظرفیتونو په لوړولو کې خورا مهم رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له مشال راډيو سره په خبرو کې که څه هم له هنده د پخواني ولسمشر کرزي د غوښتنې په اړه تبصره ونه کړه خو د هند مرستې یې د افغان پوځیانو لپاره حیاتي وبللې.

((هندوستان چې د افغانانو یو سټراټیژيک ملګری دی باید زموږ تر څنګ پاتې شي. بې له شکه هند له افغانانو سره ډېره مرسته کړې او په پوځي برخه کې یې هم له موږ سره همکاري کړې ده. نو د مرستو دوام یې د افغان پوځیانو د پیاوړتیا او ظرفیتونو په لوړولو کې خورا مهم اغیز لرلی شي.))

دا لومړی ځل نه دی چې پخواني چارواکي په ځېنو مهمو برخو کې د بهرنیو مرستو د جلب هڅه کوي. تر دې مخکې هم دوی داسې غوښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG