د لاسرسي ځای

د شامي ژوبل ماشوم ورور په روغتون کې ومړ


امران داقنیش د شام په حلب ښار کې د هوايي برید نه ژوندی وتلی

امران داقنیش د شام په حلب ښار کې د هوايي برید نه ژوندی وتلی

حلب - د شام د حلب ښار په هوايي برید کې د زخمي شوي ماشوم امران مشر ورور علي داقنیش چې په هوايي برید کې زخمي شوی وو، په هسپتال کې یې سا ورکړه.

د اګست پر ۱۷مه نېټه تر برید پس پینځه کلن امران د ودانۍ له ملبې ژوندی ایستل شوی او یوه ویډیو یې اخیستل شوې وه، چې مخ یې په خاورو او وینو لړلی دی. دا ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه نو په لږ وخت کې تر لرې، لرې ورسېده.

ډاکټران وايي، امران زیات زخمي نه وو خو علي ډېر ژوبل شوی وو چې د علاج پر مهال ومړ.

د شام بشري حقونو لندن مېشته څارډله وايي، د شام په حلب ښار کې په روانه میاشت کې جګړو او هوايي بریدونو خوا اوشا ۴۴۸ عام خلک وژلي دي.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت د اګست پر ۱۷مه رد کړه چې ګواکې بمباري دوی کړې وه.

د وزارت ویاند اېګور کوناشېنکوف په یوه بیان کې وویل، روسي جنګي الوتکې د ولسي خلکو په سیمو کې اهداف نه په نښه کوي.

خو په شام کې د بشري حقونو د څار بېلا بېلو ادارو یو شمېر رپورټونه ورکړي چې وايي، د شام د حکومت او روسي جنګي الوتکو په هغو ښاري سیمو کې بمبارۍ کوي چې د یاغیانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې تر واک لاندې وي.

رپورټونه وايي، په دغه بریدونو کې په سلګونو ولسي خلک وژل شوي او ژوبل دي.

په شام کې د وایټ هېلمټ په نامه د بیړنیو مرستو د یوی ډلې ویاند الحاج ابراهیم وویل د شام په پینځه کلنه جګړه کې د داقنیش وروڼو وژنه او ژوبلېدل عامه خبره ده. نوموړي زیاته کړه، دې نړۍ ته په حلب ښار کې هره ورځ د امران په څېر په لسګونو ماشوم ښوولی شي.

اټکل کېږي چې د شام په روانه کورنۍ جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵۰،۰۰۰ خلک وژل شوي او خواوشا یو میلیون بې کوره کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG