د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو سپارښتنه شوې: پارلېماني غړي


اسلام اباد/ مومند - د قبایلی سیمو اصلاحاتي کمېټۍ وړاندیز کړی چې هغه سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو استازو پارلېماني مشر حاجي شاه جي ګل اپریدي د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، هیله ده چې وزیراعظم نواز شریف به د سېپټېمبر پر شپږمه په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو اعلان وکړي.

ټاکل شوې وه چې وزیراعظم د اګست پر ۱۴مه په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو اعلان وکړي.

ده وویل، حکومتي اصلاحاتي کمېټۍ وزیراعظم ته په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې قبایل دې په مرحلو کې په خیبر پښتونخوا ورګډ کړل شي، هغو سیمو ته دې د هېواد عدالتي نظام وروغځوي او هلته دې پوهنتونونه جوړ کړي.

په پارلېمان کې د کورمې استازي ساجد حسېن توري هم د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار او د اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې هغو سیمو ته د صوبې یا ګلګت بلتستان په څېر قانوني او اییني حیثیت ورکول د قبایلو په ګټه نه دي.

خو د ټولو قبایلي سیمو سیاسي اتحاد مشر نثار مومند پر یکشنبه یا اتوار مشال راډیو ته وویل، د قبایلي سیمو پارلېماني استازو ورسره وخت پر وخت داسې ژمنې کړې دي خو هغه وخت به یې باور کېږي چې وزیراعظم خپله اعلان وکړي.

هلته په مومندو کې ولس او ځېنو فعالانو د قبایلو په پښتونخوا د ورګډولو خبر هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې وخت راغلی د لسیزو پخوانی قانون اېف سي ار پای ته ورسول شي.

دوی وویل، که قبایل په پښتونخوا ورګډ کړل شي نو دوی ته به یو شمېر اسانتیاوې ور په برخه شي. دوی وویل، اوسمهال له خپلو سیمو پښتونخوا ته شیانو وروړلو یا له ښاري سیمو قبایلو ته د شیانو وروړلو په برخه کې ګڼ مشکلات لري او همداراز، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په ازادۍ سفر هم نشي کولای.

XS
SM
MD
LG