د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوبل شامي ماشوم ورور په روغتون کې ومړ


د شام د حلب ښار په هوايي برید کې د زخمي شوي ماشوم امران مشر ورور علي داقنیش چې په هوايي برید کې زخمي شوی وو، په هسپتال کې یې سا ورکړه.

د اګست پر ۱۷مه نېټه تر برید پس پینځه کلن امران د ودانۍ له ملبې ژوندی ایستل شوی او یوه ویډیو یې اخیستل شوې وه، چې مخ یې په خاورو او وینو لړلی دی. دا ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه نو په لږ وخت کې تر لرې، لرې ورسېده.

ډاکټران وايي، امران زیات زخمي نه وو زخمي خو علي ډېر ژوبل شوی وو چې د علاج پر مهال ومړ.

د شام بشري حقونو لندن مېشته څارډله وايي، د شام په حلب ښار کې په روانه میاشت کې جګړو او هوايي بریدونو خوا اوشا ۴۴۸ عام خلک وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG