د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل دې په پښتونخوا ورګډ کړل شي


د قبایلی سیمو اصلاحاتي کمېټۍ وړاندیز کړی چې هغه سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو استازو پارلېماني مشر حاجي شاه جي ګل اپریدي د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، هیله ده چې وزیراعظم نواز شریف به د سېپټېمبر پر شپږمه په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو اعلان وکړي.

ده وویل، حکومتي اصلاحاتي کمېټۍ وزیراعظم ته په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې قبایل دې په مرحلو کې په خیبر پښتونخوا ورګډ کړل شي، هغو سیمو ته دې د هېواد عدالتي نظام وروغځوي او هلته دې پوهنتونونه جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG