د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن - بولدک لار پر څلورمه ورځ هم تړلې ده


د بلوچستان په چمن کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي چارواکو ترمنځ د دوستۍ دروازې پرانیستو په اړه خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي او ور د یکشنبې پر ورځ هم تړلی دی.

دا څلورمه ورځ ده چې دا دروازه بنده ده.

د شنبې پر ورځ په چمن کې سرحدي ځواکونو په یوه بیان کې وویل،په خبرو کې له افغانستانه ډګروال عبدالعلي او له پاکستانه کرنل جهانزېب برخه اخیستې. څو ورځې مخکې په سپین بولدک کې افغان مظاهره کوونکو د باب دوستۍ پر نوم پر وره کاڼي وورول او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه. د دې پېښې په غبرګون پاکستان په چمن کې دا ور بند کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG