د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن بولدک لار: د افغان او پاکستاني چارواکو خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې


نن (شنبه) د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو د چارواکو غونډه وشوه. په غوڼده کې د چمن او سپين بولدک تر منځ د دوستۍ دروازې خلاصولو په اړه خبرې اترې وشوې چې بې نتيجې پای ته ورسېدې او دروازه لا هم بنده پاتې ده. په غونډه کې د پاکستان له خوا کرنل جهانزیب او د افغانستان له لوري کرنل محمد علی ګډون کړی و.

په چمن کې د پاکستان د سرحدي ځواک له خوا په خپاره شوي بيان کې ویل شوي دي چي دغه غونډه د افغان سرحدي ځواک چارواکو پر غوښتنه بلل شوې وه خو د څو ساعتونو تر خبرو وروسته د چارواکو تر منځ په يوه خوله سلا ونه شوه او غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG