د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې پاکستاني پوځ د نهو وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان پوځ وايي چې د خېبر ایجنسۍ په تیرا راجګل سیمه کې يې په روانو پوځي عملیاتو کې نهه وسله وال وژلي او د هغوی شپږ مرکزونه يې له مېنځه وړي دي.

د شنبې په ورځ د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې په غریزه سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات دوام لري او په تازه بریدونو کې يې نهه وسله وال وژلي دي.

د وسله والو له خوا د دې ادعاو سپیناوی نه دی شوی او نه هم ازادو سرچینو د دې پخلی کړی دی.

د خېبر انتظامي چارواکي وایي چې له تېرې نهې ورځې راهیسې امنیتي ځواکونو د خېبر په تیرا راجګل کې د (خېبر دریم) په نوم د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG