د لاسرسي ځای

په خېبر پښتونخوا کې د پرویز خټک خلاف ډله جوړه شوه


په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د صوبې او قامي اسمبلۍ ځينې غړیو د وزیراعلا پرویز خټک خلاف یوه ډله جوړه کړې ده او تور يې لګولی دی چې په صوبه کې د تحریک انصاف د بدلون ایجنډا نه عملي کېږي.

د جمعې په ورځ په حیات اباد کې د تحریک انصاف له خوا د پارلېمان مرورو غړیو یوه غونډه هم وکړه او د وزیراعلا پرویز خټک د حکومت په پالیسیو يې نیوکې وکړې.

د وزیراعلا پرویز خټک خلاف د دې ډلې غړي د شنبې په ورځ د ګوند مشر عمران خان په بني ګاله کې خپل کور ته غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG