د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندوز خان اباد ولسوالۍ طالبانو نیولې ده


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د خان اباد ولسوالۍ د شنبې پر سهار له سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار څلور بجې پر ولسوالۍ باندې له څلورو خواوو ډله ییزې حملې وکړې چې په نتیجه کې یې له یادې ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه په شا شول.

امیري زیاتوي چې دا مهال افغان ځواکونه د قلعه جنګي په تپه کې سره راټول شوي او تازه دمي سرتېرو ته په تمه دي.

بل لوری په شمال کې قوماندان شیر عزیز کامه وال د خان اباد ولسوالۍ نیول تاییدوي او وايي چې تازه دمي ځواکونه ولسوالۍ ته په لاره دي چې په رسېدو سره به د ولسوالۍ د بېرته نیول لپاره عملیات پيل شي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د طالبانو له خوا د خان آباد نیول تاییدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG