د لاسرسي ځای

په چمن کې د افغانستان او پاکستان تر منځ دروازه تړل شوې


د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستۍ دروازه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستۍ دروازه

د پاکستان له لوري له افغانستان سره د چمن او سپین بولدک ترمنځ پوله نن (شنبه) هم تړل شوې ده چې له امله یې نه يوازې تجارت بند دی بلکې عادي وګړي هم له ګڼږ ستونزو سره مخامخ دي. پوله تر هغه وروسته وتړل شوه کله چې د پنج شنبې (زيارت) په ورځ د سپین بولدک له لوري ځينو کسانو پر ((باب دوستي)) لویه دروازه د ډبرو وارونه وکړل او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچوی.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په افغانستان کې د استقلال ورځ لمانځل کېدل او په بولد ک کې وېش منډۍ ته نږدي لاریون راوتلي و. دغه ډول په چمن کې بيا د هندوستان د وزيراعظم نريندر مودي په ضد مظاهره روانه وه چې د هندوستان د خپلواکۍ په ورځ يې ويلي و چې بلوڅ ملتپالانو يې مننه کړې ځکه چې ده تر دې څو ورځې مخکې ويلي ول چې پاکستان دې په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونو او تېريو حساب ورکړي.

د ځايي خبریال نور زمان اڅکزي په وینا نن (شنبه) هم لویه دروازه تړلې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت بند دی. دپولې دواړو غاړو ته په سلګونه لاریانې اوکنټېنران ولاړ پاتې دي چې له امله يې له افغانستان څخه چي کوم انګور او خټکي پاکستان ته را روان وو، هغه په لاریانو کې خراب شوی دي ـ دغه ډول د پاکستان له لارې د ناټو ځواکونو لپاره د سامانونو وړل هم درېدلي دي.

د پولې تړل کېدو له کبله یوځل بیا د دواړو هېوادونو تاجران او کاروباريان اغېزمن شوي دي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې هره ورځ د خپل روزګار لپاره د دروازې يوې خوا او بلې ته اوړي را اوړي.

یو تاجر شاه ګل نور مشال راډیو ته ویلې دي چې د چمن، بولدک او شاوخوا سیمو خلګو روزګار پر پوله له تجارت سره تړلی دی. دلته په زرګونه خلک له بېروزګارۍ سره مخامخ ديځکه دلته نه خو کارخانې سته او نه هم کښت و کرونده. شاه ګل زیاته کړه چې د چمن او کوټې ترمنځ امنيتي پوستې ډيرې زیاې دي او که له چا سره قانوني اسناد وي نو بيا هم د کسټم او ملېشې له لوري ځورول کیږي ـ

د چمن تاجرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې پوله دې سمدلاسه خلاصه کړل شي چې دغه ډول دوی له لوی زیان څخه وژغورل شي او د عادي وګړو ستونزې هواري شي ـ

په دې اړه په چمن کې یو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته ويليچې پوله به تر هغه وخته پوري تړلې وي تر څو چې د اسلام اباد له خوا اجازت نه وي ورکړل شوی.

دچمن او سپن بولدک ترمنځ هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره کسان پر پوله تګ راتګ کوي ـ په دوی کې زیاتره د چمن خلک دي چې د کاروبار لپاره هره ورځ وېش منډۍ ته اوړي ـ دغه ډول بيا په سلګونه افغانان د علاج لپاره پاکستان ته هم ځي.

XS
SM
MD
LG