د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې له زهرجن بوټي شیشتۍ درې نجونه مړې شوې


په کورمه کې له یوه ممکنه زهرجن بوټي چې نوم یې شیشتۍ دی، له خوړلو د وژل شویو ماشومانو نجونو شمېر درېوو ته ورسېدلو.

د مالوماتو له مخې، دوه ورځې وړاندې په ډوډۍ کې د شیشتۍ بوټې له خوړلو وروستو د یوې کورنۍ د اتو کسانو حالت خراب شوی و چې پکې یوه کس په هغه ورځ [چارشنبه]، یو پرون [پنجشنبه]او یوه نن [جمعې ورځ] سا ورکړه.

د دغې خبرې تصدیق د جمعې په ورځ د متاثره کورنۍ یوه غړي مالک جان مشال ریډيو ته وکړه او دا یې وویل، درې نجلۍ د شیشتۍ بوټي له خوړلو مړې شوې دي.

په دې وخت د پنځو ناروغانو علاج د پېښور په خېبر ټیچینګ هسپتال کې روان دی چې په کې د دوو نورو حالت هم ښه نه ښودل کېږي.

په متاثره نجونو کې اووه خویندې دي چې د پیرقیوم سیمې اوسېدونکي او د رئیس جان لوڼه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG