د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیرزوخېلو له جمعې بازاره دې بندیز هیسته کړل شي


په اورکزو کې د پیرزوخېلو تاجران وایی، درې کاله وشول چې حکومت یې په سیمه کې د جمعې پر بازار پر لګولو بندیز لګولی دی دوی غوښتنه کوي چې دغه بندیز دې ژر تر ژره پورته کړل شي.

په اورکزو کې د پیرزوخېلو تاجران وایی، درې کاله وشول چې حکومت یې په سیمه کې د جمعې پر بازار پر لګولو بندیز لګولی دیؤ دوی غوښتنه کوي چې دغه بندیز دې ژر تر ژره پورته کړل شي.

ځایي مشر او تاجر حاجي قایم شاه مشال ریډیو ته وویل، دغه بندیز تر هغه وروسته پر دوی ولګېدلو کله چې نامالومه کسانو په بازار کې یو کس په ‌ډزو وویشتلو.

د پیرزوخېلو په بازار کې به د هرې جمعې په ورځ یوه لویه مېله جوړې ده چې ورته ګڼ خلک به له لیرې ځایونو د سوداګانو له پاره ورتلل خو یو ځایي دوکاندار فیضان خان وایي، له بندیز وروسته یې کاروبار سخت متاثره شوی دی.

په کوزه اورکزو کې د پیرزوخېلو بازار یو لوی تجاراتی مرکز دی، په دې کې تر ۵۰۰ پورې دوکانونه او مارکېټونه دی چې په کې روزانه په لویه کچه کاروبار کېږی.

د دوکاندارانو اتحادیې مشر عاشق مین پیرزوخېل مشال ریډيو ته وویل، دغه بندیز چې د سیمې په تجارت یې بد اغیز غورځولی دی، پکار ده چې زر تر زره دې لیرې کړل شي.

د قامی اسمبلی غړی ډاکټر سید غازی ګلاب جمال مشال ریډيو ته وویل، له ده سره هم فکر دی چې د بندیز له امله د ځایي خلکو پر کاروبار منفي اغېز غورځېږي، خو زیاتوي، حکومت مجبوره دی چې په روان وخت کې هم دا جاري وساتي ځکه چې د سیمې امنیت لا هم ښه نه دی.

واضحه دې وي چې پیرزوخېلو سیمه یو مهال د وسله والو په ولکه وه چې پر وړاندې یې په ۲۰۱۰ م کال پوځي عملیات وشول او دغه سیمه یې له وسله والو پاکه کړه خو د دې باوجود هلته وخت نا وخته د وسله والو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG