د لاسرسي ځای

د جمعې په ورځ په لوګر کې د ملي پیوستون د پروګرام نوې وداني چې ودانیزې چارې يې شپاړس میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د کلیو پراخیتا وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده وداني په دریو پوړونو کې جوړه شوې، چې ۱۵ دفتري خونې او نور ضروري ملحقات لري.

د یادې ودانۍ په پرانیسته کې د کلیو پراختیا وزیر انجینر نصیراحمد دراني وویل، چې اړوند وزارت يې په لوګر کې په وروستیو نږدې دوه کلونو کې د ۱۰ عشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د خلکو د اړتیا وړ ۴۰۶ پروژې پلي کړي او په نږدې راتلونکې کې به د ۷ عشاریه اته میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر نورې پروژې هم پیل کړي.

د کلیو پراختیا وزیر زیاته کړه، چې دوی د لوګر په اړوندو سیمو کې د شپږو مستقلو سړکونو د جوړولو پلان هم لري.

نصیراحمد دراني وايي:

((په لوګر ولایت کې د ۱۶ کانالونو کار شروع شوی چې ۶۰ زره خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې او مونږ هوډلرو چې کوم پاتې سړکونه دي هغه به هم پاخه شي، د خوښۍ تر بورګه پورې سړک، د پل کندهاري تر ده نو پورې، هوني سفلي تر پل علم، پل سوخته تر زرغون ښار، پل کندهاري تر سرخ اب پورې او د پل علم تر منګوخېلو پورې سړکونه به هم پاخه شي چې ۲۴ زرو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.))

د کلیو پراختیا وزیر د ملي پیوستون د نوې ودانۍ وروسته د خوښۍ ولسوالۍ نه د مهاجرینو تر ښارګوټي پورې د نږدې درې کیلومتره په اوږدوالي د سړک پروژه چې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، د کار پرانیسته وکړه.

یاد سړک به د پنځو مترو په پلنوالي په کانکریټي ډول جوړیږي او په اوږدو کې اته پلچکونه هم لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې به پوخ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د لوګر والي حلیم فدايي هم په خپلو خبرو کې موسساتو او نورو حکومتي ادارو ته بلنه ورکړه، چې په لوګر کې انکشافي پروژې پلي کړي.

ده زیاته کړه، حتی په ناامنو سیمو کې هم د پرمختیايي پروژو د تطبیق پر وړاندې ستونزه نشته، ځکه ولس د ټولګټو پروژو د امنیت په ساتنه کې کې مرسته کوي او د پرمختیايي پروژو غوښتنه لري.

په لوګر ولایت کې د هیڅ انکشافي پروژو پر وړاندې ستونزه نشته ځکه زما ډاډ ولس دی ځکه

XS
SM
MD
LG