د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیکانو په پنجاب کې د ګورونانک پوهنتون جوړولو هرکلی وکړ


په پاکستان کې ميشت سیکانو د پنجاب صوبې په ننکانه صاحب کې د سیکانو مذهبي مشر په نوم د ګورو نانک پوهنتون د جوړولو هرکلی کړی دی او ویلي چې دا ځل د پوهنتون جوړولو په لړ کې له ځنډهکار وانه خیستل شي.

د پنجشنبې پر ورځ په حسن ابدال کې د رکشا بندهن تهوار په موقع د پاکستان ایواکووی ټرسټ پراپرټي بورډ مشر صدیق الفاروق ویلي وو چې د دې میاشت په اخره کې به د ننکانه صاحب پوهنتون بنیاد اېښودل کېږي.

په پېښور کې میشت د سیکانو د خېر ښېګړې لپاره کارکوونکې صاحب سینګ مشال راډیو ته وویل چې د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف په دور کې د دې پوهنتون اعلان شوی وو خو لا تراوسه نه دې جوړه شوې.

نوموړي وايي، له موجوده حکومته دا طمعه لري چې په دې پوهنتون به کار پیل کړل شي ځکه چې له دې سره به په ننکانه ضلعې کې د ترقې کارونه پیل شي.

(( دا یو ښه اقدام دې او موږ لپاره د خوشالې وړ خبره ده چې زموږ مذهبي مشر په نوم پوهنتون جوړېږي.په دې پوهنتون کې به د هر مذهب وګړو ته د تعلیم ترلاسه کولو موقع ورکړې کېږي))

صاحب سینګ خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د نړۍ د هر هېواده سیکانو د پاکستان حکومت د دې فیصلې هر کلی کړی وو او د دې د جوړولو لپاره یې فنډونه هم جمعه کړې دي.

هم دې لړ کې د سیکانو د خېر ښېګړې لپاره یو بل کار کارکوونکې بابا جي ګرپال سینګ وایي د وفاقي حکومت لخوا دا یقینن يو ښه اقدام دې خو هر ځل د بابا ګورونانک د زېږون په ورځ د اعلان شوې وشوې خو کار پرې نه پیل کېږی.

(( زموږ خلکو فنډونه دې پوهنتون لپاره جمعه کړې دي خو د حکومت لخوا راته ګرانه ښکاري چې د دې پوهنتون بنیاد ژر کېښودل شي ځکه چې پخوا کې هم دوی اعلان کړې او څه عملي کار په نظر نه راځي))

د بشري حقونو کار پوه عاصم ملک په وینا چې د دې جوړولو به نړۍ ته یو ښه پیغام د پاکستان لخوا ځي.

(( د حکومت دا اقدام د ستاینې وړ ځکه دې چې د پاکستان د مشر لوموړی کابینې ته که وکتل شي نو د هر مذهب خلک او د هرې طبقې خلک پکې وو. نو دا د حکومت یو ښه اقدام دی او په دې وخت پاکستان کې د مذهبي رواداري ضرورت دی))

د ذکر ده ګورونانک د سیکانو مذهبي مشر دې او د پنجاب صوبې په ضلعه نانکانه صاحب کې پېدا شوی وو.

XS
SM
MD
LG