د امریکا سختدریځۍ مخنیوي ادارې (کاونټر اېکسټریمېزم پراجېکټ) پر ټولنیزو رسنیو غږ کړی چې له خپلو ووبپاڼو دې د سختدریځه مواد د لرې کولو هڅې پراخې کړي.
دې ادارې بېګا تر هغې وروسته بیان خپور کړ چې ټولنیزې شبکې ټوېټر دعوه وکړه چې د روان کال له فبرورۍ راهیسې یې د دوه لاکه ۳۵ زره کسانو اکاونټونه یا پاڼې ځنډولې دي ځکه چې هغوی د ترهګرۍ پرمختیا په اړه د شبکې له تګلارو سرغړونه کړې وه.
د سختدریځۍ مخنیوي ادارې بیان زیاتوي، ټوېټر هڅوي چې د ترهګرۍ په اړه خپلې تګلارې په لا تندهۍ د عملي کولو کار ته ادامه ورکړي.