د لاسرسي ځای

د امریکايي بندیانو په بدل کې تهران ته پیسې ورکړل شوې


د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په جنورۍ کې یې د یوې عدالتي پرېکړې په نتیجه کې د امریکايي زندانیانو خوشې کولو تر باور وروسته تهران ته ۴۰۰ میلیونه ډالر نغد ورکړل.

دا د جنورۍ پر ۱۷مه د ایران له لوري د زندانیانو خوشې کولو او نغدو پیسو ورکولو تر منځ د تړاو په اړه د امریکا لومړنی ښکاره تصدیق دی. خو د اوباما حکومت دا تړاو د رېپبلېکن ګوند غړو تورونو برعکس ښودلی او ویلي یې دي چې پیسې یې په تاوان کې نه بلکې د اغېز یا اثر لپاره کارولې دي چې د ایران له خوا د بندیانو خوشې کول باوري کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي بېګا وویل، له ۳۶ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ډېپلوماټيکو اړیکو نشتوالي له کبله د تهران او واشنګټن تر منځ بې باوري وه نو دوی ((اندېښنې لرلې چې کېدای شي ایران د بندیانو له خوشې کولو څخه انکاري شي.))

ده وویل، همدا لامل وو چې ((د زندانیانو تر خوشې کولو یې ۴۰۰ میلیونه ډالره ورنکړل.)) د کېربي بېګانی اقرار د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو څرګندونو برخلاف وو ځکه چې دوی پخوا دا خبره رد کړې وه چې ګواکې د زندانیانو خوشې کولو او پیسو ورکولو تر منځ تړاو وو.

XS
SM
MD
LG