د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندوز او بغلان کې عملیات،لسګونه وسله وال وژل شوي


افغان امنیتي چارواکو د کندوز او بغلان لویې لار خلاصولو په عملیاتو کې د ۶۰ وسله والو وژنې دعوه کړې.

د شاهین قول اردو یو قومندان جنرال عبدالغفار بېګا مشال راډیو ته وویل، جګړه د پشه ییانو له سیمې تر ګردابه رسېدلې ده.

ده وویل، په دې عملیاتو کې د وسله والو څلور لوی قومندانان وژل شوي دي خو د دې قومندانانو پېژندګلوي یې جوته نه کړه.

ده هیله وښوده چې نن (جمعه) ښايي لویه لار بېرته پرانیزي. وسله والو د مرګ ژوبلې دعوو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG