د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې بريد: عدالت په ۵۰۰ کې پینځه مقدمې اوري


پراګ - په کوټه کې پر قانون پوهانو تر حملې وروسته عدالتي کارونه لا هم په ټپه درېدلي دي.

د اګست اتمې په دې ځانمرګي برید کې ۷۴ کسان وژل شوي ول چې پکې ۶۵ وکیلان ول.

د بلوچستان د وکيلانو اتحاديه وايي، په های کورټ کې تر ۷۰۰۰ زياتې او په ماتحت عدالتونو کې تر دې هم زياتې مقدمې د حل په انتظار دي.

دوی زياتوي، په بريد کې د ۶۵ وکيلانو وژنې او د شاوخوا ۱۰۰ تپيانو له وجې عادي وګړو ته د انصاف ورکولو عمل اغېزمن شوی دی.

د بلوچستان های کورټ اېډيشنل پرازيکيوټر جنرل عبدالطيف کاکړ وايي، وژل شویو او ټپي وکيلانو په لسګونو مقدمې چلولې خو اوس چې کله اورېدنې پيل شي نو د دوی د نشتوالي له وجې مقدمې ځنډول کېږي.

په بريد کې د دې صوبې تکړه او پاخه وکيلان يا خو وژل شوي او يا ټپيان دي چې له کبله يې په صوبه کې د ښو وکيلانو کمی پیدا شوی.
منیر احمد خان

دی مثال ورکوي چې ټاکل شوې وه، د اګست په ۱۷مه به های کورټ شاوخوا ۵۰۰ مقدمې اورېدلې خو يوازې پینځه واورېدول شوې.

د بلوچستان بار کونسل يو غړی منير احمد خان اېډووکېټ بيا وايي، په بريد کې د دې صوبې تکړه او پاخه وکيلان يا خو وژل شوي او يا ټپيان دي چې له کبله يې په صوبه کې د ښو وکيلانو کمی پیدا شوی.

منير احمد خان زياتوي، تر وژنو وروسته اوس په صوبه کې د وکيلانو شمېر چې وار له مخه لږ و نور هم کم شوی دی. د ده په وينا هغه وکيلان چې له برېده روغ وتلي هغوی دې پېښي دومره ځورولي چې اوس د پخوا په شان پر خپلو مقدمو توجه نشي ورکولای چې د ده په وينا، دا به هم د انصاف ورکولو په عمل کې يو خنډ وي.

وکيلان دا وخت پر فاتحو ناست دي او يا خپلو زخميانو په علاج بوخت دي هم دا وجه ده چې دوی لا هم د خپلې راتلونکې تګلارې نه ده ټاکلې.

خو د بلوچستان بار کونسل پخوانی غړی نصيب الله اڅکزی وايي، دوی سلا شوي چې د وژل شويو وکيلانو مقدمې به پخپلو کې سره وېشي او کوشش به کوي چې د انصاف ورکولو عمل اغېزمن نشي.

XS
SM
MD
LG