د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان مسله د بلوڅانو ده، هم هغوی به یې حل راباسي


پراګ - په تېرو څو ورځو کې بېلا بېلو هندیو ورځپاڼو خبر ورکړ چې ځېنې بلوڅ ملتپاله بېلتونپاله مشرانو لکه براهمداغ بګټي او خلیل بلوڅ د بلوچستان په اړه د هندي وزیراعظم نرېندر مودي وروستي بیان هرکلی کړی دی.

څو ورځې مخکې مودي ویلي ول چې وخت راغلی چې پاکستان د خپل واک لاندې کشمیر، ګلګت او بلوچستان کې د سرغړونو په اړه نړۍ ته ځواب ووايي.

اسلام اباد سمدستي د نوموړي څرګندونې رد کړې.

وروسته د هند ازادۍ ورځې په مناسبت په خپله وینا کې مودي وویل، بلوڅ ملتپاله مشرانو او فعالانو یې د څرګندونو هرکلی کړی او ده ته یې درناوی ښودلی دی.

مودي دا بیان نه دی ورکړی چې زه پاکستان ماتوم او بلوچستان ازادوم. هغه دا هم نه دي ویلي چې زه د بلوچستان ازادۍ ملاتړ کوم.
ثنا الله بلوڅ

هندي ګوند کانګرس هم د بلوچستان په اړه د مودي څرګندونو ملاتړ وکړ.

په پاکستان وار له مخه داسې شکونه ول چې هند د بلوچستان په تاوتریخوالي کې لاس لري. نو اوس د مودي دا څرګندونې د بلوڅ ملتپاله سیاستوالانو او ځېنو بېلتونپاله غورځنګونو پر مبارزو څه اغېز لرلای شي؟

د بلوچستان یو سیاستوال، پخوانی سېنېټر او د بشري حقونو فعال ثنا الله بلوڅ وايي، مودي یوازې خبرې کړې دي او دا خبرې هم له سیاق او سباقه وتلې تشرېح شوې دي:

((مودي دا بیان نه دی ورکړی چې زه پاکستان ماتوم او بلوچستان ازادوم. هغه دا هم نه دي ویلي چې زه د بلوچستان ازادۍ ملاتړ کوم. که په صحیح معنا کې د هغه بیان وګورې نو هغه ویلي چې په بلوچستان کې چې پاکستان کومې زیادتیانې کړې دي د هغې ځواب باید ورکړي. نو دا یوازې یو اړخ په اړه خبره ده او دا معنا ترې نه ده اخیستل په کار چې هغه ګواکې د بلوچستان ازادۍ ملاتړ کړی دی.))

د بلوچستان مسله د بلوڅانو ده. په اخره کې دا یوازې هغوی پورې اړه لري چې دا مسله څنګه هواروي.
محمد علي تالپور

شنونکی او د بلوچستان چارو پوه محمد علي تالپور وايي، د بلوڅانو مسله به هغوی خپله هواروي. دی مودي ته په اشاره وايي، د مبارزو اخلاقي ملاتړ ښه وي خو دا کار هم باید داسې خلک وکړي چې د بشري حقونو درناوی کوي:

((د بلوچستان مسله د بلوڅانو ده. په اخره کې دا یوازې هغوی پورې اړه لري چې دا مسله څنګه هواروي. د دنیا د ملاتړ ضرورت البته شته. په نړۍ کې چې څوک هم د خپل حق لپاره مبارزه کوي هغوی دا مني چې نور که څه نه وي نو لږ تر لږه یې باید اخلاقي مرسته یا حمایت وشي. خو دا اخلاقي ملاتړ هم باید هغه کسان وکړي چې لږ تر لږه یو باور خو لري.))

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی سېکرټر شمشاد احمد خان دا ردوي چې ګواکې په بلوچستان کې بېلتونپاله مبارزه روانه ده او د مودي بیان یوه ډېپلوماټیکه تېروتنه بولي:

((دا یوه تماشه ده! اول خو دا راته ووایاست چې دا بلوڅ بېلتونپاله مشران څوک دي؟ یو کس دی نوم یې براهمداغ بګټی دی او ځان د بلوڅانو مشر بولي. د هغه څومره ملاتړي دي؟ دا وخت په بلوچستان کې منتخبه اسمبلي کار کوي، ټاکل شوی حکومت دی. منتخب اعلا وزیر دی چې په سپینه یې د مودي د ټولو تورونو ځواب ورکړی. مودي خو په هند کې د [ټولو] خلکو استازیتوب نه کوي. هلته ورباندې خلک انتقاد کوي چې ولې د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي؟ ګوره دا نړیوال اقدار نه دي. مودي به هند په یوه لویه مسله کې ګېر کړي.))

پاکستان به کوشش کوي چې د مودي بیان بهانه کړي او په بلوچستان کې خپلو تېریو ته دلیل او مشروعیت ورکړي
ثنا الله بلوڅ

ثنا بلوڅ اندېښنه لري چې اسلام اباد ښايي د مودي څرګندونې پلمه کړي او په بلوچستان کې خپلو عملیاتو ته جواز ورکړي:

((یو نقصان یې موږ ته شته چې د بلوچستان په اړه د پاکستان په تګلارو کې یوه نرمي په کار وه، یوه شایستګي او ادب په کار وو او د دې سیاسي حل په کار وو. هغه شی اول هم نه وو، اوس هم نه کېږي. پاکستان به کوشش کوي چې د مودي بیان بهانه کړي او په بلوچستان کې خپلو تېریو ته دلیل او مشروعیت ورکړي ځکه چې په پاکستان کې هم سنجیده او لرلید لرونکی یا دور اندېش مشران نشته.))

خو محمد علي تالپور له دې سره همنظره نه دی او ګڼي چې په بلوچستان کې حالات وار له مخه خراب ول او تشدد روان وو، اوس هم ښايي کم نه شي:

((ټول بلوڅان غواړي چې یو څوک یې د حقونو سرغړونو په اړه او په حمایت کې خبره وکړي. بلوڅان چې د بشري حقونو خلاف ورزیانې نړۍ ته ښيي نو د همدې له وجې چې خلک خبر شي. دا مودي او کانګرس چې خبرې کړې دي، نو هغوی ډېر لري ناست دي او یوازې خبرې دي. ځېنې خلک وايي چې له دې سره به پر بلوڅانو د پاکستان سرکار تشدد زیات شي، نو دا تشدد کله کم شوی وو؟ پاکستان له دې زیات نور څه کولای شي؟))

په عین وخت کې د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثنا الله زهري هم د هندي وزیراعظم څرګندونې رد کړې دي او د پنجشنبې پر ورځ یې وویل چې د هند تر واک لاندې کشمیر او بلوچستان حالات نشي پرتله کېدای.

XS
SM
MD
LG