د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد ګامونه که پاناما لیکس؟


کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه د وژل شویو وکیلانو تصویرونه
کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه د وژل شویو وکیلانو تصویرونه

که څه هم پاکستان له یوې اوږدې مودې راهیسې له ترهه ګرۍ سره مخامخ دی، او د مخنیوي په خاطر یې د هېواد سیاسي ګوندونو د یوې کړنلارې یا حکمت عملي جوړولو لپاره ناستې هم کړې دي. خو پښتانه ملتپاله سیاستوالان وايي د کوټې واقعې پس په سیاسي کچه د ترهه ګرۍ مخنیوي لپاره د بیانونو علاوه په عملي توګه څه خاص نه ترسترګو کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا وخت د پاناما لیکس په معامله د پلټنو لپاره د اپوزیشن هلې ځلې روانې دي او پر ضابطه کار یې د حکومت او اپوزیشن ترمنځ اختلافات لا هم هغسې پرځای دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان کاکړ وايي دا وخت باید د هېواد داخله او خارجه پالیسیانې بدلول د حکومت ترجیح وګرځول شي او د ترهه ګرۍ مخنیوی وکړل شي.

نوموړی وايي:

(د ترهګرۍ په جنګ او په دې اور کې پښتون افغان سوځي. نو د پنجاب چې کوم سیاستمداران دي، او د نورو صوبو هغه چې دي، هغه دومره د پښتنو درد نه محسوسوي لکه پښتون چې یې خپله محسوسوي. د پنجاب او په پارلیمان کې چې نور مشران دي، د هغوی لپاره ترجیحات پاناما لیکس دي. زموږ ترجیح دا ترهه ګري او دهشت ګردي ده. حالانکې پاناما لیکس په لړ کې موږ هم وایو چې غلا بد کار دی. خو په کوټه کې سل کسان شهیدان شوي دي. په دې وخت باندې پاناما لیکس دومره ضروري نه دی لکه دا ترهه ګري او امن او دغه قاتلان نیول.))

خو د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړیشفقت محمود بیا وايي چې اپوزیشن کله هم د ترهه ګري موضوع له پامه نه ده غورځولې.

((ترهه ګري د پاکستان یوه ‌ډېره لویه مسله ده. او په اپوزیشن کې هېڅوک هم دا نه ګڼي چې دا کم اهمیت لري. موږ پر یوځای نېشنل ایکشن پلان جوړ کړ او په دې اتفاق کوو چې د ترهه ګرۍ مقابله به ټول قام ته پر یوځای کول وي. خو ورسره هغه حکمرانان هم ذمه وار ګرځول دي او له هغوی حساب کتاب اخیستل دي چې د ملک پیسه په لوټلو سره یې بهر ملکونو ته یوړه. دا داسې نه ده چې که موږ د ترهه ګرۍ مقابله کوو نو رشوت ته پام و نه کړو.))

د شفقت محمود په خبره د پښتنو یا د نورو قامونو درد د دوی لپاره هم اهم دی. دی وايي د ټولو حقونه په ایین کې موجود دي او آیین یې حفاظت کوي.

بلخوا د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند جنرل سیکټري او د قامي اسمبلۍ غړی دانیال عزیز وايي، حکومت یې ترهه ګرۍ او ترقۍ دواړو ته پاملرنه کوي.

((د ترهه ګرۍ خلاف چې کومه ټول ګوندیزه غونډه شوی وه، په هغه کې ټول ګوندونه په اعتماد کې اخیستل شوي ول. خو د هغې علاوه چې کوم سیاست کېږي، هغه دا دی ستاسو مخامخ دي. افسوس دې چې د دې پرځای چې ګوندونه د بهترۍ سیاست لپاره هلې ځلې وکړي، هغوی د بل شان سیاست او حکومت له واکه د لیرې کولو په کوشش کې دي.))

په پېښور کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فخرالاسلام وايي که څه هم د رشوت خلاف هلې ځلې پکار دي خودا وخت تر هر څه زیات ضروريد قامي ایکشن پلان په نکتو عملدرامد دی.

((پکار دا ده چې صوبايي او وفاقي حکومت ټوله توجه د نېنشل ایکشن پلان عملي کولو طرف ته ورکړي. په داسې حالاتو کې د نورو مسلو را اوچتولو مطلب دا شي چې هغه به ثانوي حېثیت اختیار کړي او خپل منطقي انجام ته به ونه رسي. خو به پاناما لیکس باندې خبره کول، دا په ملک کې د رشوت خلاف یو جدو جهد دې، نو که رشوت ختم شي نو د دې فایده به د ترهه ګرۍ منع کولو لپاره کوم قدمونه اوچتېږي، هغې ته به هم ګټه ورسوي.))

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته ټولو سیاسي ګوندونو په شریکه د قامي ایکشن پلان په نامه د ترهه ګرۍ ضد تګلاره جوړه کړې وه او په کوټه کې پر وکیلانو د بمي حملې پس د دغه تګلارې د نه عملي کېدو په اړه د سیاسي ګوندونو او میډیا لخوا پوښتنې راپورته کړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG