د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بلوچستان د مودي بیا د م.م له منشوره سرغړونه ده


د زیارت په ورځ اوونیزې خبري غونډې ته د بهرنیو دفتر ویاند نفیس زکریا خبریالانو ته وویل چې پاکستان د کشمیر په معاملې او د سیمې د امن په خاطر هند ته د مزاکراتو بلنه ورکړې ده.

نوموړي وویل، چې د هند وزیراعظم د بلوچستان په اړه بیان د ملګرو ملتونو منشور سرغړونه (خلافورزي) ده.

د ګل په ورځ د هند ازادۍ ورځې لمانځلو پر مهال د دغه ملک وزیراعظم نریندر مودي په خپل خطاب کې ویلي وو چې بلوچستان ، د پاکستان تر انتظام لاندې کمشیر او ګلګت بلتستان خلکو د ترهګرۍ خلاف په اواز پورته کولو د هند مننه کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا خبریالانو ته وویل، چې پاکستان به روانه میاشت کېدونکې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلې کې د کشمیر معامله یو وارې بیا اوچتوي.

له هند سره د مزاکراتو په اړه د پاکستان بهرنیوچارو ویاند ویلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو سېکټر خپل هندي هم منصب ته د کشمیر په معاملې د مزاکراتو بلنه ورکړې ده.

بلخوا امریکا هم وړمه ورځ ویلي ول چې پاکستان او هند دې د کشمیر پر معامله خپلو کې پراخه همکاري وکړي او د ترهګرۍ مخنیوي په لړ کې دې مزاکرات وکړي.

خو هند د مزاکراتو په لړ کې ځیني شرطونه ایښې دي او وایي چې پاکستان دې پر پولو د وسله والو مخنیوی وکړي. د حافظ سعید او د سید صلاح الدین غوندې په نړیواله کچه ترهګر ګرځول شویو وسله والو حمایت دې بند کړي او د ممبۍ او د پټانکوټ بریدونو تحقیقات دې وکړي.

XS
SM
MD
LG