د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې له ترهګرۍ ځپلیو سره د وفاقي حکومت مرسته


کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه تر ځانمرګي بم برید وروسته یوه ډاکټره د یوه ژوبل وکیل درملنه کوي
کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه تر ځانمرګي بم برید وروسته یوه ډاکټره د یوه ژوبل وکیل درملنه کوي

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف په کوټه کې د ااګست میاشتې پر اتمه نېټه له ترهه ګرۍ ځپلیو کورنيو سره د مرستو ورکولو لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې جوړولو هدايات جاري کړي دي.

د وفاقي کابينې غونډه نن د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د وزير اعظم نواز شريف په مشرۍ وشوه چې پکې د داخله چارو وفاقي وزيرچودري نثار علي خان، وزير اعظم ته د کوټې پېښي پلټنو په برخه کې د شویو پرمختګونو حال ووایه.

پر دې مهال وزير اعظم نواز شريف وويل چې د کوټې په ځانمرګي برید کې دوژل شویو کسانو کورنیو د خسمانې، د هغوی د بچیانو تعليم او نوکریو لپاره دې یو خصوصي مرستندویهپېکېج جوړ کړل شي۔ او د ترهګرۍ ښکار خلکو لپاره دې زغرده د ورکړې یا خسمانې پانګه اعلان کړل شي، چې د کابینې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړل شي.

په غونډه کې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه وزير اعظم ته حال ورکړل شو.

د وزير اعظم وينا وه چې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارې منصوبې پر وخت مکملول باید په لومړیتوب کې ونیول شي او کابينې ته یې هدايت وکړ چې تر ۲۰۱۸ م کاله مخکې دې د چین - پاکستاناقتصادی راهدارۍ منصوبې سر ته رسولو لپاره باید ټولې هڅې وشي.

XS
SM
MD
LG