د لاسرسي ځای

پښتونخوا حکومت له راجسټرو افغان کډوالو سره ستونزه نه لري


پېښور: د افغان کډوالو یو پنځلس کسیزه پلاوي د چارشنبې ورځ د خېبر پښتونخوا له وزیر اعلا پروېز خټک سره ولیدل

پېښور: د افغان کډوالو یو پنځلس کسیزه پلاوي د چارشنبې ورځ د خېبر پښتونخوا له وزیر اعلا پروېز خټک سره ولیدل

د افغان کډوالو یو پنځلس کسیزه پلاوي د چارشنبې ورځ د خېبر پښتونخوا له وزیر اعلا پروېز خټک سره د خپلو ستونزو په باب لیدلي دی. پر دې مهال د دغې غونډې پرمهال اعلا وزیر پروېز خټک وویل، دوی د راجسټر افغان کډوالو په اړه هېڅ ستونزه نه لري خو غېر راجسټر افغان کډوالوله وجې ستونزې ورته ستونزې دي.

د اطلاعاتولپاره داعلا وزیر سلاکار مشتاق غني چې دغه غونډه کې حاضر وو مشال راډیوته وویل، د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د لټون عملیاتو پرمهال امنیتي ادارو ته د نا-راجسټرو افغان کډوالو له کبله مشکلات جوړېږي:

"د افغان کډوالو له پلاوي سرهاعلا وزیر تفصیلي خبرې وکړې. وزیر اعلا په صفا ټکو کې وویل چې دوی به یوازې د راجسټرو کډوالو په اړه غږېږي خو د افغان کډوالو دا غوښتنه وه چې له غېر راجسټر افغان کډوالو سره دې هم د راجسټرو غوندې چلند وشي، نو اعلا وزیر ورته وویل چې د دوی له اړخه به هېڅ ناسم سلوک نه کېږي خو حکومت په ښاریو کې د ناراجسټرو کډوالو چې پکې د افغانستان وګړي دي، چیچن دي، ازبک دي او که نور څوک دي،معلوم کړي چې له کومه راغلي دي؟ نو په دې وجه د ټولو کډوالو راجسټرولو ته اړتیا ده.''

یادګېرنه: د روانې اګست میاشتې پر درېیمه نېټه پاکستان میشتو افغان کډوالو د خپلو ستونزو هوارولو لپاره یوې دېرش کسیزې کمیټۍ په پېښور پرېس کلب کې د خبري غونډې مهال په خپله یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې وه چې د سیمې هېوادونه دې د خپلو سیاسي اختلافاتو له کبله کډوالو ته ستونزې نه جوړوي. د افغان کډوالوپه نوم چې کوم خلک بندیان دي، باید ژر خوشې کړل شي او د نور نیولو او ځورولو دغه عمل باید تکرار نه کړل شي. دوی د پاکستان له ولسه او حکومته هیله وکړه چې د تېرو څو لسیزو په څېر به له افغان کډوالو سره هم د پخوا غوندې ښه چلند وساتي. افغان تاجران چې له ستونزو سره مخامخ دي او تجارتي مرکزونه يې تړل شوي دي، په دغه لړ کې غوښتنه لرو چې له دوی سره همکاري وشي او دوی دې د وړاندې غوندې په ازاد مټ تجارت ته پرېښودل شي.

صوبايي وزیر مشتاق غني وايي، د افغان کډوالو د استازیو ترڅنګ په دغه کمېټه کې د افغان کمېشنرېټ استازي د سرکاري امنیتي مقاماتو استازي او د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر یو استازي هم ګډون لرلو. نوموړي وویل، چې نن دزیارت په ورځ به دغه کمېټه د پولیس له چارواکیو سره ويني. افغان کډوالو ته ویل شوي دي چې دوی دې خپلې اندېښنې د دغه کمیټۍ له لارې چې د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو په غرض د پخواني پاکستاني ډیپلوماټ رستم شاه مومند په مشرۍ جوړه شوې ده، شریکې کړي، او ډاډ ورته ورکړل شو چې هېڅوک به هم بې ځایه نه تنګول کیږي.

خو په پاکستان کې یو راجسټرډ افغان کډوال او سوداګر محمد ایوب له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د کارډ لرلو سره سره یې پولیس بیا بیا بې ځایه تنګوي او نیسي یې.

دی زیاتوي:

(دلته په پاکستان کې راجسټر افغان کډوال بانکې کاته یا اکاونټ نشي خلاصولی. دوی په دې ملک کې د اربونو روپیو کاروبار کوي، خو فکرمند دي چې کله به یې پولیس په کوم ځای کې راګېر کړي. دغه ناڅرګندې وضعې یې نه یوازې ژوند بلکې کاروبار هم اغېزمن کړی دی.)

دی وايي، پولیس یې ونیسي او پلمه یې دا وي چې د کډوالۍ راجسټر کارډ نه وو ورسره، نو دوی بیا په پیسو ځان خلاصوي. ډېر ځله یې زندان (جېل) ته واچوي او عدالت ته یې وړاندې کړي چې په راخلاصولو یې لس پنځلس ورځې ولګېږي. کورنۍ یې اندېښمنه شي. دغه ستونزې دي چې په پاکستان کې اکثریت افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

له اعلا وزیر پروېز خټک سره د افغان کډوالو د دغې غونډې په باب مشال راډیو ته په لېږل شوي بیان کې دا هم ویل شوي دي چې پر دې مهال د غېر راجسټر افغان کډوالو د ثبتولو پر چارو هم خبرې وشوې او د خبرپاڼې له مخې امکان دی چې په اسلام آباد کې وفاقي حکومت له اکتوبر میاشتې د ناراجسټر کډوالو د ثبتولو اجازه ورکړي. د خبرپاڼې له مخې له افغانستانه هم غوښتنه شوې ده چې هغوی دې خپله هم له مرکزي حکومت سره د هغه کډوالو د ثبت کولو پر بهیر خبرې وکړي چې نوملیکنه یې تر دې دمه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG