د لاسرسي ځای

په کورمه کې د یوه سکول ۳۰ ماشومان بې هوښه شوي


د کورمې ایجنسۍ په یو شخصي سکول کې د ممکنه غیر معیاری پاپړو خوړلو له امله شاوخوا ۳۰ ماشومان بې هوښه شوي دي.

دا پېښه د سېشنبې په ورځ د سیپن غر ایجوکیشن اکېډمی په نامه په یو شخصی سکول کې شوې ده.

د بره کورمې مرستیال پولټیکل ایجنټ شاهد علی خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل، په دې ماشومانو کې د دولسو حالت لا هم خراب دی کوم چې د پاړه چنار په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

پولیټکل اتنظامیه وايي ، له دې پېښې وروسته یې دا سکول تر نامالومې مودې تړلی او د سکول چوکیدار او دوکاندار یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG