د افغانستان چارواکي وایي چې په کندز کې د طالبانو د یوه مهم مشر په ګډون تر شلو زیات طالبان وژل شوي دي.
د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ مشال راډیو ته وویل، داسې نا تایید شوي خبرونه یې ترلاسه کړي دي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د چارشنبې په ورځ د کندز لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی.
قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وویل، له استخباراتي ادارو چې مو کوم مالومات تر لاسه کړي دي له هغه سره سم د طالبانو ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان دي.
د ده په وینا، په دې لړ کې د امنیتي ځواکونو دوه عسکر هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
طالبانو په کندز کې دوی ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دې ویلي.