د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غني او عبدالله تر منځ خبرې وشوې


د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د خپل منځي سیاسي لانجو هوارولو لپاره د چارشنبې په ورځ ناوخته لیده کاته وکړل.

د دواړو مشرانو مطبوعاتي څانګې وايي چې دا لیده کاته په ارګ کې په یو دوستانه فضا کې تر سره شو.

د ولسمشر اشرف غني دفتر وايي چې نوموړي د عبدالله عبدالله خبرې واورېدې.

د عبدالله عبدالله دفتر بیا وايي ، تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به بیا لیده کاته وشي په کوم کې چې به ولسمشر غني خپل نظر وړاندې کړي او په دریمه غونډه کې به نتیجه ترلاسه شي.

دا له هغه وروسته ده چې عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې پر ولسمشر اشرف غني جدي نیوکې کړې وې او هغه یې د مشرۍ وړ نه وو بللی.

د ولسمشر اشرف غني دفتر بیا د عبدالله عبدالله څرګندونې نامناسبې بللې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG