د لاسرسي ځای

نن د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۹۷ کلیزه لمانځلي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه مراسم په کابل کې د دفاع وزارت په محوطه کې د آزادۍ څلي ته د ګلو د ګېډۍ په اېښودلو سره پیل کړل او تمه ده څو شېبې وروسته په دې اړه په ارګ کې وینا وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د حکومتي مراسمو تر څنګ مدني ټولنو هم د دې ورځې د لمانځلو لپاره پروګرامونه جوړ کړي دي.

د یاد وزارت ویاند هارون حکیمي بېګا مشال راډیو ته وویل چې نن (پنجشنبه) د جشن په ویاړ خلک کولی شي چې ملي موزیم ته له ټکټ پرته ورشي.

د ده په وینا،په ولایتونو کې هم حکومتي چارواکو او مدني ټولنو نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په ویاړ پروګرامونه جوړ کړې دي.

افغانستان په نولس سوه نولس کې د هغه وخت د باچا غازي امان الله خان په مشرۍ کې له برتانیا څخه د خپلواکۍ اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG