د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف نااهلۍ اورېدنه پر شپږم سېپټېمبر کېږي


پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو په الېکشن کمېشن کې د وزير اعظم نا اهلۍ خلاف جمع شویو درخواستونو اورېدنه د ځنډ ښکار شوې چې اوس به یې اورېدنه راتلونکې میاشت د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه کېږي. د پاناما اسنادو په اړه د پاکستان تحريک انصاف او پيپلز ګوند الېکشن کمېشن ته د وزير اعظم نا اهلۍ خلاف درخواستونه جمع کړي دي.

بلخوا د نهې په ورځ د اسلام اباد په بني ګاله کې د تحريک انصاف مشر عمران خان رسنیو ته ويلي چې د وزير اعظم نواز شريف د کرپشن خلاف به سپريم کورټ ته ځي.

عمران خان وویل، چې وزیر اعظم د هېواد دولت بهرنیو هېوادنو ته استولی دی نو ځکه یې سپریم کورټ ته د تلو پرېکړه کړې ده.

''نواز شريف له هېواده په ناقاقونونه توګه پيسې بهرنیو ملکونو ته استولې دي۔ نو موږ به اوس سپريم کورټ ته ځو ځکه چې حکومت د پاناما اسنادو په باب د اپوزيشن ضابطه کار کله هم نه مني که یې منلای نو تر اوسه به يې یوڅه مثبت ځواب راغلی وو خو حکومت له ځواب ورکولو ويرېږي۔ موږ په غونډه کې دا فيصله هم کړې چې دوو جلسې به کوو يو په راتلونکې اتوار ګجرات کې او بله په جهلم کې۔ حکومت ته تر درېيم سېپتېمبره وخت ورکوو خو که بيا هم یوڅه ځواب رانه غلو نو له ګوجرانوالې تر لاهوره به کنټېنر پاکستان مارچ پيلوو چې پکې به د ټول پاکستان خلک راجمع کېږي.''

بل خوا د حکومتي ګوند مرکزي وياند صديق لفاروق مشال راډيو ته وويل چې عمران خان همېشه بغير د یوڅه ثبوته صرف خبرې کوي او درخواستونه جمع کوي او هغه ته مخکې هم هېڅ نه دي ترلاسه شوي۔ خو که بيا هم هغه سپريم کورټ يا بل خوا د حکومت خلاف ځي نو حکومت به هم د خپل ځان دفاع کوي.

''موږ ته هېڅ اعتراض نشته اپوزيشن کورټ ته ځي او که بل خوا، خو موږ ته هم آئين د دفاع حق راکوي۔ او موږ به خپله دفاع کوو۔ او دا معامله چې په کوم کوم فورم ده هم هاغه شان تر قانون لاندې به دا کيس مخکې بوځو که چېرته وکيل پکار وو، وکيل به وړاندې کوو او که چېرته قانون سازي پکار وي نو قانون سازي به کوو۔ موږ دا نه وايو چې یوڅوک دې زموږ خلاف مقدمه نه درجوي خو صرف د بيان بازۍ لپاره دې داسې معاملې نه ګرانوي۔ له کوټليو ثبوتونو سره دې راځي۔ او که له دوی سره یوڅه کوټلي ثبوتونه وي نو موږ بيا د قانون مطابق خپلو سزاګانو ته تيار يو.''

پاکستان تحريک انصاف له وړاندې له اووم اګسته د حکومت خلاف د تحريک احتساب په نوم تحريک شروع کړی چې له مخې یې دووه احتجاجونه شوي هم دي۔

XS
SM
MD
LG