د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم نوې دروازه پرانستل شوه


پر تورخم نوې دروازه پرانستل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې په تورخم کې یی د یوې نوې دروازې تعمیراتي کار مکمل کړې دې،او دغه دروزاه یی د ګاډو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړې ده خو رسمي پرانسته یې لا نه ده شوې. پاکستانيو چارواکو د جون په لومړۍ نېټه د پولې شمبالو تګلارې له مخې د افغانستان وګړو لپاره په تورخم کې د پاسپورټ او ویزې شرط ایښی دی او د سفري اسنادو بغیر یی پر دروازه پاکستان ته نه ورپرېږدي. د تورخم پولیټیکل تحصیلدار غونچه ګل مشال راډیو ته وویل، دغه ګام یی د امنیت په خاطر پورته کړی دی او د ورځې خوا وشا نهه سوه افغان وګړي په پاسپورټ او ویزه پاکستان ته ورننوځي او په دې کې اضافه روانه ده. دوی وویل چې یوازې شینواري قوم ته یې په راهدارۍ کارډ باندې د تګ راتګ اجازه ورکړې ده. یاده دې وي چې د جون په دولسمه نېټه په تورخم کې د نوې دروازې لګولو په معامله د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې او دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه خو اوس هغه شخړه ختمه شوې ده. خو په تورخم پوله میشت خلک وایي، چې د پولې سمبالولو تګلارې له کبله یی پر کاروبار او ورځني ژوند بد اغېز شوی دی. د فرهاد شینواري ویډیو

XS
SM
MD
LG