د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یو کال کې د خوست هوايي ډګر پروازونو ته تیاریږي


په یو کال کې د خوست هوايي ډګر پروازونو ته تیاریږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خوست د هوايي ډګر پروژه چې د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې حسابیږي، دا ځل يې کارونه ښه پرمخ روان دی.

له څلورو میاشتو راپدېخوا د یاد هوايي ډګر د ځغاست لیکې پر جوړولوهم عملاً کار روان شوی او دا مهال يې نیمايي برخه کریړ کولو ته چمتو شوې ده.

د هوايي ډګر د جوړولو د پروژې مشر انجینر عنایت الرحمن مشال راډيو ته وايي، چې تر لسو راتلونکو میاشتو به یاد هوايي ډګر د الوتکو پروازونو ته چمتو شي او د دې ترڅنګ به يې کرار، کرار د ترمینل په ګډون نور ضروري کارونه هم یو په بل پسې سرته ورسیږي.

انجینر عنایت الرحمنوايي، چې د خوست د هوايي ډګر خغاست لیکه د کابل د هوايي ډګر څخه ډېره لږه کمه ده او که اړتیا پیدا شوه، په راتلونکې کې د الوتکو رنوي په هماغه اندازه هم د پراخیدلو ځای لري.

انجینر عنایت الرحمن زیاتوي:

انجینر ((په مجموع کې د دې میدان اوږدوالی څلور کیلومتره دی، چې د قریزی ساحه يې دوه نیم زره متره په اوږدو، ۴۵ متره پلنوالي او دېرش سانتې پنډوالي کې ده، د هوايي ډګر په دواړو خواوو کې د دوو لویو ویالو کیندل او جوړول دي، چې د هوايي ډګر اوبه بهر ته په کې انتقال شي، څلور میاشتې مخکې يې کارونه پیل شوي، یوولس سوه متره ساحه يې پخولو ته اماده ده، د پخولو چارې يې پیل شوې او ماشین ګیري يې تاسو عملاً په سترګو وینئ.))

لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار چې د یو شمېر نورو مدني فعالانو سره یو ځای د هوايي ډګر د پروژې لیدلو ته ورغلی وو، وايي کچیرې افغان حکومت د هوايي ډګر د کارونو تر بشپړیدو د غلام خان بندر د ترانزیټ کارونه خلاص کړي، نو لدې هوايي ډګر به د خوست د نږدې ولایتونو په ګډون د پولې د پورې غاړې پاړه چنار، کورمې همدارنګه شمالي او جنوبي وزیرستا زرګونه مسافر هم استفاده وکړي، ځکه د خوست هوايي ډګر دوی ته ډېر نږدې دی.

افغان حکومت د ملي پروژو د امنیت په ساتلو کې د ځايي اوسیدونکو مرسته مهمه بولي، مدني فعال سپین روان نورزی وايي چې خوست د هوايي ډګر د پروژې په ټولو کارونو کې د خوست اوسیدونکي همکار دي:

((خوستوال ډېره مینه او لیوالتیا لري او کلونه يې همدا هیله وه چې دا ملي پروژه په خوست کې په ښه ډول تطبیق شي، خلک حاضر دي چې هر ډول همکاري ورسره وکړي، د پرانیستې پر مهال يې قومونو ژمنه وکړه، چې د دې پروژې په امنیت او همکارۍ کې به د دوی د حکومت بې بوټه او بې دریشۍ عسکر وي.))

مدني فعال فریدالله ظاهر وايي چې د یاد ولایت خواوشا یو نیم لک ځوانان یوازې عربي هېوادونو کې کار او تجارت کوي.

دی زیاتوي د خوست د هوايي ډګر په جوړیدو سره به نه یواځې هغو خوستیو مسافرو ته د تګ او راتګ نږدې لارې پیدا شي، بلکې پدې سره به د افغانستان ملي اقتصاد ته هم ډېره ګټه ورسیږي.

د خوست هوايي ډګر کارونه درې کاله وړاندې پیل شول، خو وروسته د مبهمو او ناڅرګندو علتونو له کبله يې کارونه ودریدل، خو اوس ویل کیږي چې دا ځل د یادې پروژې د تطبیق پر وړاندې کوم څرګند خنډ نشته او تمه ده چې د قرارداد سره سم به يې په ټاکلي وخت کې کارونه سرته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG