د لاسرسي ځای

پاکستان د دروازو په جوړولو ډېورنډ کرښه نشي تپلای: کرزی


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د پاکستان واکداران د دروازو په جوړولو ډېورنډ کرښه قانوني کولای نشي. ده له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغانان به هېڅکله ډېورنډ کرښه په رسمیت و نه پېژني. ده د افغانستان د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې له خلکو سره پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړي او لویه جرګه جوړه کړي. مرکه حمید مومند کړې چې تاسې یې لاندې لیدلای شئ.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG