د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا په جیلونو کې د بندیانو لپاره ځای نشته


پېښور: د خېبر پښتونخوا د جیلونو د محکمې لخوا صوبايي حکومت ته په استول شوي یوهلیک کې له حکومته غوښتنه شوې ده چې د پېښور د زندانه دې لوړ پوړي بندیان نورو زندانونو ته واستول شوي او دا ځکه چې په دغه زندان کې د بندیانو شمېره تر ۳ زرو زیاته شوې ده او دوی د بندیانو په ځای کولو کې ستونزې لري.

دغه سرکاري لیک مشال راډیو ترلاسه کړې دې او په دغه لیک کې لیکل شوي دي چې په پېښور زندان کې د ۴۵۰ بندیانودي خو د بندیانو شمېر ۳۲۶۶ ته رسیدلې دي چې پکې ۱۱۷ ښځي بندیانې علاوه ۳۳ ماشومان هم دي.

په دغه لیک کې راغلی چې د زیاتې شمېرې له وجې بندیان په برنډو او جمات کې هم اچول شوي دي چې د څرمنې ناروغو ، نفساتي ناروغو سره مخامخ دي او بندیانو ته د پاخانې کولو هم ستونزه ده.

د دغه سرکاري لیک د معلوماتو په اساس مې د زندان خانه جاتو لپاره د اعلا وزیر د صلاح کار ملک قاسم خټک پوښتنه وکړه نو هغه هم دا ومنله چې صوبايي حکومت جیلونو ته سمه پام لرنه نه کوي او په بجټ کې يې هم د جیلونو لپاره سمه مالي پانګه نه ده بېله کړې.

((موجوده وخت د بجټ په کتاب کې چې د زندانیانو لپاره کومې پانګې بیلې کړې دي نو زه له دې ډېر نا امیده یم او زه ډېر اندېښمن یم چې وړاندې به موږ څه کوو او موږ خپل اخراجات نه شو پوره کولې. پرون ما د جیلخان جاتو له مشر سره خبرې وکړ او موږ په دې ډېر خفه یو ، یو خوا صوبه د جنګ حالاتو سره مخامخ ده او بل اړخ ته غیر راجسټر شوي افغان کډوال نیول کېږي او په زندانونو کې اچول کېږي او په جیلونو کې د بندیانو ته ځای نه شته))

ملک قاسم خټک هم دا منې چې د پېښور په زندان کې د بندیانو شمېره ډېره زیاته شوې ده.

((په پېښور جیل کې تېر ماښام د بندیانو شمېره د ۳ زرو هم زیاته وه او په دې جیل کې د ۴۲۵ بندیانو د ساتلو ځای دې نو په دې صورتحال کې به څه رنګ په جیل کې ځای پیدا کړي. په بجټ کې ځني جیلونو د جوړولو سفارښتنه کړې وه لکه په کرک کې مو د یو مرکزي جیل جوړولو خبره کړې وه او اعلا وزیر منلې هم وه خو بیا په بجټ کې د هغی ذکړ نه شته))

د پېښور د زندان په اړه په سرکاري لیک کې د لوړ پوړو بندیانو په ګډون د ۵۰۰ بندیانو د مردان زندان ته د استولو سفارښتنه شوې ده او هم په دې لړ کې مې د جیل خانه جاتو لپاره د وزیراعلا د صلاح کار ملک قاسمپوښتنه وکړه چې په پېښور جیل کې د شکیل اپریدي په کډون ځني لوړ پوړي وسله وال هم بندیان دي نو ایا تاسې به داسې کوي چې دا بندیان کوم بل جیل ته واستویپه ځواب کې نوموړي وویل:

((موږ غواړو چې داسې وشي خونه شو کولې او لوړ پوړي امنیتي چارواکي د دې اجازه نه ورکوي چې موږ دې بندیان مردان یا بل کوم زندان ته ولیګو او مردان جیل لا مکمل تیار نه دې او په هغه زندان کې هم د امنیت سم انتظامات نه دي برابر شوي))

XS
SM
MD
LG