د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې د وسله والو ضد عملیات روان دي


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې( آیی ایس پي آر) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د خیبر ایجنسې په لرې پرته سیمه تیرا راجګل کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي،او د دوي پینځه مرکزونه یی هم په نښه کړي دي،خو تر اوسه پکې د مرګ ژوبلې تصدیق نه دې شوې،

خبر پاڼه زیاتوي چې راجګل افغان پولې سره لګیدلې سیمه ده او هلته یی د وسلوالو د تګ راتګ د مخ نیوي لپاره امنیتي ځواکونه ځایی پر ځایی کړي دي،

یاده دې وي چې په دې وروستو کې د خیبر ون او خیبر ټو عملیاتو په نتیجه کې باړه او د تیرا میدان زیاتره برخې د وسلوالو نه پاکې کړې شوي دي،خو د تیرا کوکي خیلو په راجګل غرونو کې اوس هم وسلوال شتون لري او امنیتي چارواکي وایی هلته یی دغه تازه عملیات پیل کړي دي،

د خیبر انتظامي چارواکي وایي د تیرا په لرې پرته سیمه راجګل او دې سره اړونده سیمو کې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان،لشکر اسلام او داعش ډلې غړي وجود لري

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG