د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی سفیر: پاکستان دې له خپلې غاړې د ګېس نل-لیکه وغځوي


د دوشنبې مازیګر په پېښور کې د ایران کونسلګرۍ کې د دغه هېواد سفیبر مهدي هنر دوست له خبریالانو سره په مرکه کې وویل، چې تهران خپل اړخ ته په ایران - پاکستان ګېس نل -لیکه د خپلې برخې کار سر ته رسولی دی او پکار ده پاکستان خپل اړخ ته د دې مهمې پروژې کار سر ته ورسوي.

مهدي هنر دوست له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په دغه پروژه ایران تر دې دمه دوه اربه ډالر مصرف کړي دي:

''موږ له خپلې ژمني سره سم په دې پروجه دوه اربه ډالر مصرف کړي دي او د ګېس نل - لیکه مو پولې ته رسولې ده، اوس دې پاکستاني ملګري د نل -لیکې غځولو په لړ کې خپلې ژمني پوره کړي. د پاکستاني چارواکو په وينا د راروان کال تر پایه به د ایران ګېس دلته راورسي.''

د چابهار بندر په لړ کې له ایران سره د هند تجارتي لوظنامي په اړه د پاکستان ممکنه اندېښنو او پر چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې په ممکنه توګه د ګوادر بندر په مقابله کې د ایران چاه بهار بندر ته د پرمختګ ورکولو د پوښتنې په ځواب کې ایراني سفیر وویل:

''ایران اوس له نړیوالو بندیزونو خلاصی ترلاسه کړی دی، د چاه بهار بندر د نړۍ سمندرونو ته د ایران د ورتلو یوه لار ده او موږ د نړۍ هر یوه هېواد ته هر کلی وایو چې چاه بهار ته راشي، په راتلونکې وخت کې د چاه بهار او ګوادر بندر لارې اړیکې نورې هم پراخېدلای شي، موږ له پاکستان سره اوږده پوله لرو چې د ځمکې له لارې ۹۴۰ کلومیتره ده او د سمندر له لارې هم پوله لرو چې ۲۰۰ کلومیتره ده، دا به د هوښیارتوب خبره نه وي چې د خپل ګاونډي پرځای به موږ یو درېیمګړي هېواد ته لومړیتوب ورکړو.''

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په امریکايي ډرون برید کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور د وژنې او د ایران له ځمکې په پاکستان کې له ایرانه د هغه د سفر کولو د پوښتني په ځواب کې نوموړي وویل:

''اچانک ماته دا خبر راکړل شو چې دا سوځېدلی وجود د ملا اختر منصور دی او د ولي محمد په نوم پاسپورټ هم د هغه دی، نو ما په دې خبر درې پوښتنې وکړې چې دا سوځېدلي وجود چا دې؟ او د ولي محمد په نوم دا پاسپورټ د چا دی، او ایا دا پاکستانی پاسپورټ اصل پاکستانی پاسپورټ دی او کنه؟ نو پاسپورټ اصل وو، او د ولي محمد په نوم یو اصلي پاسپورټ لرونکې تن ته وېزه ورکول څه ناسمه خبره نه وه، نو چې پاسپورټ اصل وو او معلومات پکې ناسم وو نو په دې کې زموږ د سفارتخانې څه غلطي نه شته''

ایراني سفیر زیاته کړه چې په ایران کې د څلورو سوو کلونو په حساب د قدرتي ګېس زېرمي دي چې د نړۍ دویمه لویه زېرمه ده او بهرني هېوادونو ته د دې ګېس د اېکسپورټ کولو لپاره ایران - پاکستان ګېس نل - لیکه ډېره مهمه پروژه ده.

XS
SM
MD
LG