د لاسرسي ځای

د فاټا او افغانستان ځوانانو لپاره سیاسي روزنیز پروګرام


په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم به د پاکستان او افغانستان (۷۰) تعليم يافته هلکانو او جينکو ته د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو د سياسي طور طريقو په ښه ډول خبر شي. د سېشنبې په ورځ د بشري حقونو تنظيم پاکستان انټرنېشنل هيومن رایټس سازمان په اسلام اباد کې د جرمني سفارتخانۍ په مرسته د قبايلي سيمو او د افغانستان د ځوانانو لپاره د دې سیاسي روزنیز پروګرام پرانسته وکړه.

XS
SM
MD
LG