د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا او افغانستان ځوانانو لپاره سیاسي روزنیز پروګرام


په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم به د پاکستان او افغانستان (۷۰) تعليم يافته هلکانو او جينکو ته د دواړو ملکونو د سياست پحقله تربيت ورکوي چې د خپلو ملکونو د سياسي طور طريقوپه ښه ډول خبر شي.

د سېشنبې په ورځ د بشري حقونو تنظيم پاکستان انټرنېشنل هيومن رایټس سازمان په اسلام اباد کې د جرمني سفارتخانۍ په مرسته د قبايلي سيمو او د افغانستان د ځوانانو لپاره د دې سیاسي روزنیز پروګرام پرانسته وکړه.

د پروګرام لپاره د پاکستان قبايلي سيمونه (۵۰) او د افغانستانه(۲۰) تعليم يافته هلکان او جينکۍ منتخب کړي شوي دي چې ورته به د سياست پحقله تربیت ورکړل کېږي.

د ياد تنظيم صدر حبيب ملک اورکزی مشال راډيو ته وويل چې د ملک د نورو سيمو اوسيدونکو په نسبت د قبايلي سيمو په ځوانانو کې د سياسي شعور کمې دې او غواړي چې دې پروګرام د لارې د يادو سيمو ولس د پاکستان د سياست پحقله پوهه ترلاسه کړي.

نوموړې زياتوي چې دې تربيتي پروګرام لپاره د افغانستانه د ځوانانو د منتخب کولو يو مقصد دا هم دې چې د دواړو ملکونو د ولسونو ترمينځه ښې اړيکي جوړي شي.

د روزنیز پروګرام د پرانستې غونډه چې د اسلام آباد په يو مقامي هوټل کې وشوه پکې د جرمني سفارتخانې د چارواکو علاوه په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال او د فاټا پارلېماني ليډر الحاج شاه جي ګل اپريدي هم ګډون درلود.

په پروګرام کې له پاکستان او افغانستانه برخه اخستونکي ځوانانو مشال راډيو ته وويل چې د دا قسمه تربېتي پروګرامونو د لارې به صرف د خپلو ملکونو د سياسي صورتحاله خبر شي بلکه د دواړو ملکونو ترمينځه اړيکې ښې کولو کې به هم خپل کردار لوبوي.

د غونډې په پای کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال مشال راډيو ته وويل چې د دواړو ملکونو د ولسونو ترمينځه دا قسمه رابطې کول يقينا چې يو ښه ګام دې او غواړي چې دا رابطې هم دا شان جاري وي.

د دې غونډې مشر ميلمه او د خېبر ايجنسۍ منتخب د قامي اسمبلۍ غړې الحاج شاه جي ګل اپريدي وينا وه چې په پروګرام کې قبايلي ځوانانو له چې په کوم تناسب سره برخه ورکړې شوه نو دا د ستاينې وړ ده او بل چې د قبايلو پحقله خلک کوم نظر لري چې دوی خپلو زنانو ته هغه حېثيت نه ورکوي کوم چې پکار وي نو دا پروګرام د دغه خلکو لپاره يو پيغام دې.

د يادونې ده چې دا تربيتي پروګرام چې په څلورو مياشتو مشتمل دې پکې به د پاکستان او افغانستانه ګډون کوونکو ته صرف د سياست پحقله ليکچرې ورکړې کېږي بلکه د پاکستان له پارلېمان غړو سره د ملاقاتونو علاوه د پاکستان د قامي اسمبلۍ او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دورې به پرې هم کوي.

XS
SM
MD
LG