د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د تریزیو او علیشیرو ولسوالي له پرمختګونو محرومه پاتې شوې


د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې، بیارغونې او امنیت په برخو کې له افغان حکومت څخه یادې سیمې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی وايي، چې د تریزیو خلبیسات همدارنګه علیشیرو او یعقوبیو تر منځ سړکونه دومره ویجاړ شوي چې د ګاډو تګ او راتګ پرې ناشونی شوی دی.

د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ خوست ښار ته د غځیدلي سړک په اوږدو کې هم د وسلوالو غلو د شتون یادونه کوي او زیاتوي، چې د منګسو د مدرسې او خوړ په اوږدو کې د دوی ۱۷ ګاډي د وسلوالو غلو لخوا تښتول شوي دي.

د علیشیرو د سیمې قومي مشر جان خان د یادې سیمې د خلکو غوښتنې مشال راډیو سره داسې شریکې کړې:((د علیشیرو له بازاره سړک شورع ده تر یعقوبیو پورې د هماغه سړک رغول موږ ته په کار دي، په دویمه قدمه کې له تریزیو تر خلبیسات پورې د سړک د رغولو ضرورت مو دی دا سړک تخریب شوی او تګ راتګ پرې ډېر مشکل دی، بل د منګسو د مدرسې په څنګ کې د غلو نه خطر موجود دی او ۱۷ موټر يې له موږه څخه بیولي دي.))

قومي مشر حمیدالله جان وايي، چې یاده ولسوالي د جګړې اوله کرښه پاتې شوې او خلک يې د ډول ډول ستونزه سره لاس او ګریوان دي.

نوموړي په ځانګړي ډول په یاده سیمه کې د یو روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

حمیدالله جان زیاته کړه:((کچیرې زموږ ساحه وګوري تر لنډرو، قدمو او علیشیرو پورې تر بوړیو پورې ډېره غټه ساحه ده، کچیرې پدې ساحه کې په رښتیا موږ ته یوه شفاخانه منظوره شي، پدې علاقه کې ډېر غریب خلک اوسیږي، دا منطقه دا ۲۵ کاله د جنګ اوله کرښه پاتې شوې ده، دلته خلک ډېر ځپلي شوي دي.))

د تریزیو د پوهنې سرپرست امر سید فضل الله وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې ۳۴ بابه ښوونځي شته، چې ۲۹۴۷۲ تنه زده کوونکي چې نیمايي يې نجونې دي زده کړې په کې کوي.

نوموړی وايي، د بابرک تاڼې په سیمه کې د کوچيانو لپاره هم شپږ بابه ښوونځي لري، چې د خلکو په همکارۍ فعال ساتل شوي، خو د ښوونځیو لپاره د ودانیو او سرپنا کمښت همدارنګه د زده کوونکو لپاره په ښوونځیو کې د پاکو اوبو نشتون يې مهمې ستونزې دي.

خوست والي حکم خان د تریزیو او علیشیرو د اوسیدونکو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ژمنه يې وکړه، چې د یادې ولسوالۍ د خلکو د هر اړخیزو ستونزو د هواري لپاره به ځايي اداره ټول امکانات په کار واچوي.

خوست والي زیاته کړه:

((د معارف، زراعت او په ټولو هغو پرمختیايي برخو کې چې ضرورت ده انشاالله زه به یو په یو خپلو امکاناتو ته په کتو او بودجې ته په کتو به ستاسو غوښتنې تعقیب کړم، معارف ته به ځانګړي توجه وکړو، د نجونو ښوونځیو ته به اولیت ورکړو، تر څو د دوی ستونزې حداقل حل شي، تر څو دوی وکولای شي په یو مناسب بستر کې خپل تعلیم ته ادامه ورکړي.))

خوست والي حکم خان حبیبي زیاتوي، ځايي اداره پدې هڅه کې ده، چې په ولسوالیو کې پرمختیايي کارونو ته توجه ډېره کړي او خلکو لپاره په ټولنیزو برخو کې د کار او ژوند مناسب شرایط برابر کړي.

تریزي او علیشیر د خوست سرحدي ولسوالي ده، چې د پولې په بل لوري کې له کورمې او نورو قبایلي سیمو سره په اوږدو ګډه پوله لري، یاده ولسوالي که څه هم په نا امنو ولسوالیو کې حسابیده، خو سیمه وال يې وايي، چې پدې وروسیتو کې د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ په امنیت کې ښه والۍ راغلی دی.

XS
SM
MD
LG